Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د بزګر ورځې لمانځغونده کې چاودنې درې تنه وژلي

د هلمند ولایت ځینې ځايي چارواکي او اوسېدونکي د لښکرګاه ښار په لوبغالي کې د بزګر ورځې پر لمانځلو بوخت وو چې ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي طلوع نیوز ته وايي چې په دغې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په لوبغالي له مخکې دوه ماینونه ځای پر ځای شوي وو، چې د مراسمو به لړ کې وچاودېدل.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د پېښې ټپيان نږدې روغتون ته استول شوي او د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې ده.

د ښاغلي رحیمي په وینا، د دغې پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

سرچینې وايي چې ځينې امنیتي او سیمه‎ییز چارواکي هم د قربانیانو او ټپيانو په منځ کې دي.

یو ځايي چارواکی طلوع نیوز ته وايي چې په دغې پېښه کې د دغه ولایت د اقتصاد رییس محمد نصرت خان هم وژل شوی دی.

بلخوا تراوسه هېڅ ډلې د دغې چاودنې پړه نه ده منلې.

شریک یي کړئ