د هلمند ولایت سیمهيیز چارواکي وايي چې د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې لسګونه تنه طالب وسلهوال وژل شوي او کابو دېرش تنه نور ټپیان دي.
چارواکي زیاتوي چې په وژل شویو طالب وسلهوالو کې د یادې ډلې مهم قومندانان هم شامل دي.
د هلمند والي، حیاتالله حیات وايي چې دا پوځي عملیات د طالب وسلهوالو له منځهوړو په موخه شپږ ورځې مخکې پیل شول او لا هم دوام لري.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان، بریدجنرال والی محمد احمدزی همداراز څرګندوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د مارجې ډېرې سیمې له وسلهوالو پاکې شوې دي.
په دې عملیاتو کې له هوايي ځواکونو هم کار خیستل شوی دی.
د هلمند ولایت چارواکي وايي چې اوسمهال د یاد ولایت يه مارجې، ګرمسېر، نادعلي او سنګین ولسوالیو کې له طالبانو سره په نښته بوخت دي.