د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هند ته سفر کړی او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجېټ ډووال سره ولیدل.
د ملي امنیت شورا د رسنیو دفتر وايي چې په دغې لیدنه کې دواړو لورو «پر امنیتي وضعیت، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو اترو د بهیر، د پارلماني ټاکنو او د ولسمشرۍ ټاکنو پر ترسراوي خبرې اترې وکړې.»
د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې د هند د ملي امنیت سلاکار له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سیمهییزو او اقتصادي همکاریو د سترو زیربنايي پروژو په اړه ډاډ ورکړ.
حمدالله محب، تېره ورځ د دې په منظور چې د ملي امنیت شورا دفتر د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
هغه تراوسه له ځينو هندي چارواکو سره لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.