له هندي چارواکو سره د خبرو پر مهال، د هند جمهور ریس د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ وکړی، چې نوی ډیلۍ تیار دی چې د امکان تر حده د افغانستان امنیتي ځواکونه تجهیز او روزنه وکړي.
د هند ولسمشر د افغانستان له ولسمشر سره کتنه کې ټینګار درلود چې نوی ډیلۍ به د افغانستان د بیا رغونې او پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، نوي ډیلي له پخوا راهیسې د افغانستان ملي پوځیانو په تجهیز کې هڅې کړي او افغان پوځیانو ته یې هند کې روزنه وکړې ده.
د دغه وزارت ویاند په هند کې د افغان پوځیانو روزل ګټور بولي.
د هیواد ولسشمر هند ته له دوه ورځني سفر وورسته هیواد ته راستون شو.
ترهګري او د پاکستان لاسوهنې هند هم د افغانستان په شان ګواښي. خو هند د دغه راز ګواښونو د مخنيوي په کار کې له ډير توان څخه برخمن دی.
هند په سيمه کې د يو پياوړی اتومي هيواد ګڼل کيږي. اوس افغانستان له بل هر وخته زيات د پوځيانو سمبالولو او مسلکي زده کړو ته پاملرنه کړې ده، لکه څنګه چې ولسمشر کرزی هند ته په سفر کې له نوي ډيلي څخه د پوځي مرستو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر حامد کرزي ویلي: «د هند او افغانستان اړيکې په ښه وضعيت کې دي، زموږ اړيکې اوس له بل هر وخت څخه ښې دي.»
په هغه ستراتيژيکه موافقه کې چې د هند او افغانستان ترمنځ لاسليک شوې راغلي نوی ډيلی به د افغان پوځيانو د روزنې، سمبالولو او ظرفيتونو په لوړولو کې مرسته وکړي.
اوس نوی ډيلی له کابل سره د دغو همکاريو لپاره چمتو دی.
د هند ولسمشر، پرناب موکرجي وویل: «هند وياړ لري چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د دوي د هيواد د بيارغونې او ودې په برخو کې همکاري کوي، هند چمتو دی د افغان پوځيانو د روزنې او سبمالتيا په برخو کې د توان تر کچې دوه اړخيزه همکاري وکړي.»
نوي ډيلي له پخوا راهيسې له افغانستان سره په پوځي برخو کې مرستې کړې دي او ملي دفاع وزارت هم د دغو مرستو خبهر کوي.
د ملي دفاع د وزارت ویاند، جنرال ظاهر عظیمي وویل: «هند پخوا هم د ملي دفاع وزارت سره د تجهیزاتو له اړخه، د ماین او وسایطو په برخه کې د ملي دفاع له وزارت سره مرسته کړې او د افغان پوځیانو په روزنه کې یې همکاري کړې ده.»
له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د ناتو ماموريت هم له جنګي څخه روزنيز او د مشورې ورکولو رول ته بدل شي.
له دې سره په يو وخت په هند کې د افغان پوځيانو روزل د دغو ځواکونو د مسلکي کيدو لپاره ډير مهم ګڼل کيږي، خو ايا د ناتو روزنيز ماموريت به په هند کې د افغان پوځيانو له روزنې سره په مخالفت کې نه وي؟
جنرال ظاهر عظیمي زیاته کړه: «له څو کلونو راهیسې په هند کې د افغان ځواکونو روزنه دوام لري او د دغو ځواکونو په روزنه کې د افغانستان، ناټو او هند تر منځ همغږي شتون لري.»
کابل په داسې حال کې غواړي چې له نوي ډيلي سره يې اړيکې نږدې او پراخې شي چې له پاکستان سره د افغانستان اړيکې ترينګلې شوې دي.
له دې سره سره ايا له هند سره د افغانستان نږدې والی به له اسلام اباد سره د کابل د اړيکو د پرې کيدو او يا هم د دغو اړيکو د لاترينګلتيا لامل نشي؟
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی، محمد عبده وایي: «پاکستان له نورو هیوادونو سره د افغانستان د نږدې کیدو او دوستۍ پخاطر باید مخالفت ونه کړي او له ترهګرۍ څخه دې ملاتړ نه کوي.»
هند او پاکستان پخواني سيالان ګڼل کيږي، خو اوس داسې ښکاري چې د کابل او نوي ډيلي د اړيکو پياوړي کيدل به د پاکستانيانو غوسه راوپاروي.
افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې تل پر پاکستان نيوکې کړې دي.
له دې مخکې اسلام اباد په افغانستان کې د هند د رول په اړه انديښنه څرګنده کړې ده خو وبه ليدل شي چې دا ځل به د کابل او نوي ډيلي نږدې والی په پاکستان کې څه ډول غبرګونونه په ځان پسې ولري؟
په دې اړه مو اندونه