ځينو هېوادوالو او د هېواد د مدني ټولنې غړو، نن هېواد په ځانګړې توګه په کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې، په لاریون لاس پورې کړ.
دغه لاریون کوونکي چې د پاکستان سفارت تهڅېرمه سره راغونډ شوي وو او «مرګ پر پاکستان» او «مرګ پر طالبانو» شعارونه یې ورکول.
یوه له دغو لاریون کوونکو څخه ویدا ساغري ده هغه وايي:«موږ د پاکستان سفارت مخې ته راغلي یوو ترڅو حکومت ته ووایوو چې له پاکستان څخه وغواړي چې نور له طالبانو ملاتړ ونه کړي.»
یو بل لاریون کوونکی محمد معصوم هم وویل:«پاکستان د هغو طالبانو ملاتړ کوي چې هره ورځ ځوانان وژني، موږ نور د پاکستان په خبرو اعتماد نه لرو.»
هغوی همدارنګه له حکومته غواړي، ترڅو له پاکستان سره اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکې پرې کړي او همدارنګه د ملګرملتونو امنیت شورا باید د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر اډو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو اجازه صادره کړي:«حکومت، باید نور له پاکستان سره اړیکه ونهلري. پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی.»
دغه اعتراض کوونکو، د اعتراض په توګه، د پاکستان بیرغ ته اور ورته کړ؛ خو د هغوی ځینو نورو له تېروتنې سره د «نایجریا» بیرغ ته اور ورته کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې له مرګوني برید وروسته چې په هغه کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه ووژل شول او کابو ۲۳۵ تنه نور ټپيان شول، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی، پاکستان ته ولاړل او د دغو دوو چارواکو په وینا، د افغانستان په بریدونو کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه نه انکار کېدونکي سندونه اسلام اباد ته وړاندې کړي دي.
له دې سره په ورته وخت کې ځينو نورو هېوادوالو، په پلازمېنه کې د وروستیو بریدونو له غندلو سره د کابل د نوي ښار په پارک کې سره راغونډ شوي وو