Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروستیو وارو له امله لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د تېرو درېیو ورځو سختو واورو اورښت له امله د هېواد په بېلابيلو ولایتونو کې ۳۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

له طبعیي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د  اورښتونو له امله د هېواد مرکزي، شمال او شمال ختیځو سیمو لارې تړل شوې او بیاپرانیستنه به یې یوه اوونۍ وخت ونیسي.

یوازې د بدخشان ولایت د ۱۷ ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوې دي او په دې ولایت کې ۱۸ کسان وژل شوي.

همداراز د کابل‎ـ‎مزار او کابل‎ـ‎کندهار لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوي، اوس‎مهال خلک د لارو د پرانیستنې غوښتنه کوي.

د طبیعي پېشو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې سږ کال د دوی له تمې او چمتوالي ډېره واوره اورېدلي.

تر اوسه د هېواد په بیلابیلو سیمو کې ۵۶ ځایه واوره ښویدلي او ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې دي، که څه هم دولتي ادارې په ۲۰ ولایتونو کې د واورې پاکولو خبره کوي، خو د ټولو لارو پرانیستل به کابو یوه اوونۍ وخت ونیسي.

له طبعیي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د  اورښتونو له امله د هېواد مرکزي، شمال او شمال ختیځو سیمو لارې تړل شوې او بیاپرانیستنه به یې یوه اوونۍ وخت ونیسي

شریک یي کړئ