ملي دفاع وزارت وايي چې په دې وروستیو کې د دغه وزارت د تداکاتي او مالي برخو څخه کابو زر تنه د فساد په تړاو له خپلو کارونو څخه تبدیل شوي دي.
تېره ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څېړونکي،د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې پر اداري فساد او مشرتابه کمزورتیا نیوکه وکړه.
په طالبانو د سرتېرو له خوراکي توکو څخه غلا، د وسلو ، تېلو او پوځي وسایطو پلورله هغو تورونو دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکامتحده ایالاتونو ځانګړي څېړونکي د افغانستان د پوځ په یو شمېر جنرالانو لګولي دي.
خو ملي دفاع وزارت په ملي اردو کې فساد تر هغه کمه بولي چې سیګر یې یادونه کوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:«موږ د ملي دفاع په وزارت کې،ډېرې داسې دوسیې لرو چې تر څېړونو لاندې دي،په عدلي او قضايي بنسټونو کې د دې لپاره چې له فساد څخه مخنیوی وشي.له هغې ډلې په تېر کال کې کابو ۱،۶ مېلیارد افغانۍ په تړونونو کې تدارکاتو تصرف کړې دي.دغه ټولې هڅې د فساد د مخنیوي لپاره وې.»
په دې لړ کې د هېواد له جګړه ځپلو سیمو هم د هغو برخو په توګه یادونه کېږي چې د پوځیانو د دا ډول پراخ فساد شاهدې وې.
په کندز ولایت کې چې په تېرو دوه کلونو کې له بل هر وخت ډېر نا امنه وو په دې اړه څو اړخیزې خبرې کېږي.
د کندز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي څرګنده کړه:«هغه مهمات چې وېشل کېږي،د کشفي او استخباراتي بنسټونو څخه د یو کمېسیون ترڅارنې لاندې وېشل کېږي. بېرته چې مصرف کېږي هم،د دوی تر څارنې لاندې کېږي،کله چې تصدیق کوو یې کشفي او استخباراتي ارګانونو مصرف تېرېږي.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي په امنیتي بنسټونو کې اداري فساد«پراخ او د شرم وړ»بولي.
د ولسي جرګې غړي عارف رحماني وویل:«له بده مرغه دافغانستان په امنیتي بنسټونو کې فساد د بې شرمۍ له کچې هم اوښتې ده.»
د ولسي جرګې بل غړی عبدالرحیم ایوبي هم وايي:«له بوټونو،خولۍ،مرمیو ،تېلو او د موټر له روغنیاتو نیولې موز تر جنګي وسایطو؛دغه ټول پلور کېږي؛خو مصرف یې تېرېږي.»
اداري فساد د امنیتي ځواکونو په وړاندې تر ټولو ستره ستونزه بلل کېږي.
لکه څنګه چې سیګر د ۲۱۵ هلمند قول اردو کې د مشرتابه کمزورتیا د دې یوه بېلګه بولي او وايي چې دا کار د طالبانو د پیاوړتیا لامل شوی دی.