Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ماڼۍ:ملا عمر د ۲۰۱۳ زیږدیز کال په اپرېل کې په پاکستان کې مړی شوی

نن له هغې وروسته کله چې د هېواد د ملي امنیت په شوار کې سر چینې د طالبانو ډلې د مشر ملا محمد عمر د مړينې پخلی وکړ. ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه چې ملام عمر د ۲۰۱۳ زیږدیز کال په اپرېل کې په پاکستان کې مړ شوی دی .

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت د کره مالوماتو پر بنسټ د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مړينه د ۱۳۹۲ لمریزکال په وري(د ۲۰۱۳ په اپرېل) کې په پاکستان کې تایید وي.

په همدې حال کې د افغانستان ملي امینت عمومي ریاست ویاند حسیب صدیقي هم د دغه خبر پخلی کړی دی.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي یوازې وايي چې دغه پېښه څرنګه تر څېړنې لاندې ده .له دې وړاندې د ملا عمر د مړينې خبر په ځلونو رسنیو ته درز کړی وه او استخباراتي سازمانونو هم دغه خبر تایید کړی وه.

خو د سولې د خبرو اترو د دویم پړاو څخه دوه ورځې وړاندې د ملا محمد عمر د مړينې د خبر پخلی به څه پایلې ولري؟

په وروستیو ورځو کې پاکستاني رسنۍ د طالبانو ډلې د مشر ملامحمدعمر مړینې ته اشاره کوي او د هغه پرځای د بل کس د ګمارلو په اړه یې رپوټونه خپاره کړي دي، خو د دوشنبې په ورځ په ملي شورا کې ځینو سرچینو چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، د ملامحمدعمر د مړینې خبر یې تایید کړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال په ناڅاپي خبري ناسته کې په دې اړه داسې وویل: "افغان حکومت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې په اړه داسې رپوټونه ترلاسه کړي دي.حکومت د دغو رپوټونو په څېړنې بوخت دی او تر اوسه نه د دغه خبر پخلی او نه کو نه یې ردوي".

له دې مخکې هم څو ځله د ملاعمر د مړینې او په طالبانو کې د اختلاف د رامنځته کېدو په اړه هم خبرونه خپاره شوي دي.

د دغو رپوټونو له مخې ملااخترمنصور له دې مخکې اعلان کړی و په وروستیو دریو کلونو کې له خپل مشر څخه هېڅ خبر نه‎لري له همدې امله یې د خپل مشر د ځای ناستي په اړه تیاری ونیوه.

عبدالقیوم ذاکر چې د طالبانو پوځي مشري پرغاړه لري، ظاهراً د ملاعمر پرځاي د ملااخترمحمدمنصور له ګمارلو سره مخالفت کاوه. خو په وروستیو ورځو کې د ملاعمر د زوی خبره کېږي، پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی ملامحمدیعقوب د ملامحمدعمر زوی دی چې د پاکستان په کراچۍ کې له یوې مدرسې څخه فارغ شوی او د خپل پلار پرځای د مشرۍ لپاره تیاری نیسي.

پوښتنه چې مطرحه کېږي دا ده چې که چېرې د طالبانو مشر ملاعمر دوه یا درې کاله مخکې وژل او یا مړ شوی وئ په دومره موده کې د هغه په نامه خبرپاڼې او پيغام چا استوه؟

دا په داسې حال کې ده چې ده تازه پيغام چې په نرمه ژبه لیکل شوی دی،د ولسمشر له هرکلي سره هم مخامخ شوی دی.

د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ په دې اړه څرګنده کړه: "که چېرې د طالب مجاهدینو د مشر په نشتون کې منځنی اختلاف رامنځته کېږي چې یوه ډله د ملا محمد عمر زوی د ملا محمد یعقوب پر لورې ځي او بله ډله یې د ملا اختر محمد چې د ملامحمد عمر یو له نږدې کسانو څخه دی، نو د سولې دغه پروسه اږوده او ستونزمنې کوي".

سید ظفر هاشمي په دې اړه وویل:"تراوسه هم د سولې د راتلونکي مذاکراتو لپاره خبرې او چمتووالی جریان لري او د ولسمشر په وینا زموږ موخه د تلپاتې او له عزت سره د سولې راوستل دي".

د ملامحمدعمر د مړینې خبر په یوه حساس پړاو کې خپرېږي، له یوې خوا د طالبانو جګړه پراخه شوې او له بله پلوه دا ډله له حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شوې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو څه موده مخکې طالبانو د ملامحمدعمر ژوندلیک په پنځو ژبو د رسنیو په واک کې ورکړ.

اوس د طالبانو ډلې سرپرستي ملااخترمحمدمنصور پرغاړه لري چې نوموړی ملاعمر ته ډېر نږدې کس و.

نن له هغې وروسته کله چې د هېواد د ملي امنیت په شوار کې سر چینې د طالبانو ډلې د مشر ملا محمد عمر د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه