ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې «د احوالو د نفوسو لیکنې» د کار څېړنې لپاره یې کمېټه ګمارلې او کله چې یادې کمېټې خپل کار وروستی کړ نو د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ به پیل شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال زیاتوي چې دا کمېټه به پرېکړه وکړي تر څو د احوالو د نفوسو د لیکنې اداره د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې خپل کار ته دوام ورکړي او که پر خپلواکې ادارې بدله شي.
دواخان مینهپال څرګندوي:«یوه تخنیکي کمېټه پر دې کار کوي چې د احوالو نفوسو د لیکنې اداره د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې کار و کړي او که په خپلواکې ادارې بدله شي. د کمېټې د کار له پای ته رسېدو وروسته به عملي کار پیل شي.»
په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزارت د برېښنايي پېژندپاڼو په ژر ترژره وېش ټینګار کوي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، مجیب دانش څرګندوي:«د ولسمشر د دوهم مرستیال استاد دانش تر ریاست لاندې کمېټه جوړه شوې ده. ټاکل شوې ده یاده کمېټه د برېښنايي پېژند پاڼو په برخه کې درې مادهییزه طرحه چې په پام کې نیول شوي ده وروستۍ کړي او کابینې ته یې وړاندې کړي.»
د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش ترڅنګ په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل د ملي یووالي حکومت له ژمنو شمېرل کېږی: خو اوس چې د ملي یووالي حکومت له عمره دوه کاله تېريږي، لا هم ډېرې ژمنې نه دي پلي شوې.
په دې اړه مو اندونه