Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر :افغانستان باید به نړۍ کې د اقتصادي فعالیتونو مرکز وپېژندل شي

د افغانستان ګاونډی هيواد چين ښايي چې يو له هغو هيوادونو څخه وي چې د افغانستان د ځينو ستونزو په اواري کې مرسته وکړي.

ليدل کيږي چې نوی ولسمشر هم د همدې ارزښت په درک کولو سره نوموړي هېواد ته په خپل لومړي سفر کې هڅه کوي چين ته روښانه کړي له افغانستان سره د پراخو همکاريو لپاره چمتو وي.
ولسمشر غني چين ته د سفر دوهمه ورځ په شينهوا پوهنتون کې په وينا سره پيل کړه.

ولسمشر غني چې د اسيا د هيوادونو ترمنځ سيمه ايزو همکاريو ته د ملي همکاريو د پراختيا د څرنګوالي په اړه خبرې کولې، د اسيايي هيوادونو ترمنځ د اقتصادي، سياسي او سوداګريزو همکاريو پراختيا يوه جدي اړتيا او ددغو هيوادونو د پرمختګ يوازينۍ لاره بولي.

ولسمشر غني وویل: " موږ مجبور يو چې يوازې د ځان د محدودې په اړه فکر کولو څخه تير شو او په سيمه ايزو او نړيوالو همکاريو فکر وکړو ".

هغه زیاته کړه: " د يوويشتمې پيړۍ په دوهمه لسيزه کې له دولت سره د دولت نښته د بايلودلو نظريه ده، د پرمختګ په لور يوازينۍ لار ګټوره همکاري ده ".

اشرف غنی څرګنده کړه: " همکارۍ ډيرې ګټورې کيداي شي او نښتې ډير زيانونه رامنځته کولاي شي ".

ولسمشر غني د ورېښمو لارې بيارغول يوه مهمه بېلګه وبلله چې ټول اسيايي هېوادونه سره نښلولاي شي او همداراز د اسيا په وچه په تېره بيا افغانستان، چين، هند او پاکستان کې د اقتصادي ودې زمينه برابره کړي.

اشرف غنی زیاته کړه: "چين له ډيرې مودې راهيسې په بيلابيلو برخو کې زموږ ستراتيژيک همکار و خو اوس دغه اړيکې ژورې او پراخې شوې دي، د ورېښمو لارې بيارغول به پر نورو مثبتو اغيزو سربېره داسې تاريخ ولري چې د دواړو هېوادونو مشران به پرې ووياړي".

ښاغلی اشرف غني احمدزی وايي د اسيايي هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا د نړيوال کېدو يوه بېلګه ده او هېڅکله بايد د دغو هېوادونو ترمنځ اړيکو د پراختيا لپاره هڅې ناسمې تعبير نشي.

داکتر اشرف غنی څرګنده کړه: "موږ د همکارۍ غوښتونکي يو ځکه سوکاله وضعيت ته د هيواد د اوسني بې وزله حالت بدلول همکارۍ ته اړتيا لري، موږ بايد خپل کور اباد کړو خو نه د خپلو ګاونډيو په ارزښت، د افغانستان په اړه تفکر بايد بدلون ومومي او افغانستان د اقتصادي فعاليتونو په يوه مرکز بدل شي".

درهمین حال شماری از دانشجویان افغان در چین از سهولت‌های فراهم شده برای دانشجویان افغان در این کشور خوشنود هستند.

آنان از حکومت افغانستان می‌خواهند تا زمینه‌ی تحصیل را برای شمار بیشتری از جوانان افغان در این کشور فراهم سازد.

چین از کشورهای همسایۀ افغانستان است که می‌تواند بخشی از دردهای افغانستان را درمان کند.

دیده می‌شود که رئیس جمهور تازه نیز با درک این اهمیت در نخستین سفر رسمی خود به این کشور می‌کوشد تا به چین گوش زد کند که آمادۀ همکاری‌های گسترده با افغانستان باشد.

د افغانستان ګاونډی هيواد چين ښايي چې يو له هغو هيوادونو څخه وي چې د افغانستان د ځينو ستونزو په اوا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه