ولسمشر غني، وايي چې د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکې د تګلارې پایلې مثبتې دي او د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سولې رامنځته کېدو ته شونتیا زیاته شوې ده.
ښاغلي غني له «وایس نیوز» سره په مرکه کې ګواښ کړی کهچېرې اوسنۍ نظام په افغانستان کې نسکور شي، دا هېواد به د نړیوالو ترهګرو د روزنې په مرکز او اډې بدل شي.
هغه زیاته کړه کهچېرې افغانستان د ترهګرو په امنپټنځای بدل شي، په هغه صورت کې به دا هېواد پر نورو سیمو د برید په مرکز بدل شي.
محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه وايي چې د کوچني اختر په ورځو کې له طالبانو سره د افغان حکومت اوربند څرګنده کړه چې افغانستان د سولې لپاره چمتو دی.
هغه وویل:«اوربند وښوده چې دا هېواد د سولې لپاره چمتو دی. موږ وړاندیز کوو چې پر تېر بریالي شو او پر مخ ولاړ شو او فکر کوم چې دا یو حقیقت دی ځکه کهچېرې هغوی (طالبان) له پوځي لارې پر بریا ټینګار وکړي، دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک به یې ونه مني.»
له دې سره جوخت، ښاغلی غني وايي چې د هغه لپاره د امنیتي ځواکونو او طالبانو د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتوالی زړه ماتوونکی دی.
هغه څرګندوي له دې پلوه چې طالبانو هم افغانان دي، ورته ډېره ستونزمنه ده چې افغانان وژل کېږي.
هغه په ډاګه کړه:«زما د کار تر ټولو بد قسمت هغه دی چې په ګهیځ کې امنیتي رپوټ لولم او د مرګ ژوبلې له شمېر څخه خبرېږم؛ یوازې دا نه دی چې د امیني ځواکونو لپاره چې واقعي اتلان دي زړه مې ماتېږي، د طالبانو لپاره مې هم زړه ماتېږي ځکه چې هغوی افغانان دي او زه د ټولو افغانانو ولسمشر یم.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو ډلهییز بریدونه زیات شوي دي؛ لکهڅرنګه چې د ملي دفاع وزارت په وینا، دمګړۍ د هېواد په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې امنیتي ځواکونه د دغې ډلې د جنګیالیو په وړاندې د جګړې په حال کې دي.