Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: هر وزیر باید د اداري فساد سره د مبارزې لپاره ځانګړې خپرونه چمتو کړي

ولسمشر غني د دې په ویلو سره چې هر وزیر باید د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ځانګړې خپرونه چمتو کړي څرګنده کړه چې موږ باید د هېواد د اقتصاد د ښه والي لپاره سیمه ییزې مرستې ولرو.

ولسمشر غني نن په ولسي جرګې کې د خلکو استازو ته د کابینې د پېژندلو په لړ کې خپلو پنځه کلنو خپرونو ته په اشارې سره امنیتي بنسټونه د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې په موخه وهڅول چې باید د بهرنيو تولیداتو په پرتله کورني تولیدات ۱۵سلنه غوره وګڼل شي.

ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه: " وروسته له دې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت اړ دي د بوټ څخه نیولې تر خوراک او نور هر څه د کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي او همداراز هر تړون لیک تر هغه چې زه ونه څېړم او لاسلیک یې نه کړم تاسو ته يې نه درلېږم."

ولسمشر وايي چې خلک په دولتي بنسټونو کې د فساد له شتون څخه تر پوزې رسېدلي دي او د تړونونو او پروژو پر دقیقې څېړنې ټینګار کوي.

هغه په ادامه کې زیاته کړه: " هر وزیر باید د اداري فساد سره د مبارزې لپاره ځانګړې خپرونه چمتو کړي او که په خپله وزیر هم شک وشي لومړی باید استعفا وکړي او وروسته به د قانوني څېړنو لاندې ونیول شي او که زه هم غلطي وکړم ما هم محاکمه کړئ."

ولسمشر په هېواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کموالی د حکومت له لومړیتوبونو څخه بولي او د ولسي جرګې د غړو څخه غواړي چې د لسو بې وزلو ولایتونو لپاره د نورو ولایتونو په پرتله بودیجه د لوړ ضریب سره ومني.

اشرف غني په ادامه کې وویل: " د امریکا مرستې زموږ بنسټیز اقتصاد نه رغوي موږ باید د هېواد د اقتصاد د ښه والي لپاره سیمه ییزې مرستې ولرو."

هغه د ښځو او ځوانانو اغېزمنې ونډې ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په ځانګړې توګه په دولتي بنسټونو کې د منلو وړ نه دی.

ولسمشر ۹۴ سرحدي ولسوالۍ د کابل دروازې بولي او وايي چې باید د دې ولسوالیو امنیت ته پاملرنه وشي.

له دې ټولو سره ښاغلي غني ژمنه وکړه چې تر دوو راتلونکو کلونو به ښاروالان ټاکنیز شي او ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت به تر شپږو راتلونکو میاشتو په هېواد کې ښه حکومت ولي رامنځته کړي.

ولسمشر غني د دې په ویلو سره چې هر وزیر باید د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ځانګړې خپرونه چمتو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه