د ولسي جرګې ځینو غړو د چهارشنبې په ورځ ویلي، هغه وکیلان چې له استیضاح شویو وزیرانو څخه یې پېسې اخیستې دي، د نومونو افشا کولو لپاره یې باید څیړنې له وزارتونو څخه پیل شي.
دوی وايي چې وزیران باید د هغه وکیلانو نومونه افشا کړي، چې د شخصي ګټو لپاره وزارتونو ته ځې. دوی د داسې کسانو محاکمه کېدل غواړي.
د استیضاح د بهېراو له وزیرانو څخه په پیسو اخیستو باندې د ځینو وکیلانو له تورنیدو وروسته، په ولسي جرګه کې د خلکو ځینو استازو ویلي، چې وزیران باید داسې رپوټ جوړ کړي چې پر بنسټ یې د ولسي جرګې د غړو په منځ کې د فساد څرنګوالی روښانه شي.
له کابل څخه د خلکو استازي، بکتاش سیاووش وویل:«وزیران باید داسې رپوټ جوړ کړي چې کوم وکیل څو ځلې دې دوی وزارتونو ته ورځي او د دوی غوښتنې څه دي تر څو روښانه شي چې کوم وکیل د خپلو شخصي ګټو لپاره ورارتونو له ځي.»
د ولسي جرګې یو بل غړی، غلام حسین ناصري وایي:«ټول وکیلان باید په فساد کې د ښکېلتیا په تور پړه نشي، باید روښانه شي چې د ولسي جرګې کوم غړي له وزیر څخه پیسې اخیستې دي او د ملت دغه کور یې بدنام کړی دی.»
بلخوا، د ولسي جرګې یو شمېر غړي په فساد کې ښکېلو وکیلانو ته د سزا غوښتنه کوي.
د ولسي جرګې یو غړی، رمضان بشر دوست وایی:«کوم استازي چې پېسې اخلي باید څارنوالۍ ته وروپیژندل شي. وکیل له قانون څخه لوړ ندی چې له سزا څخه بچ شي.»
په دې اړه مو اندونه