د مدني ټولنې او د بشري حقونو شبکې غړو نن پنجشنبې(د وري په ۱۰ مه)په کابل کې وویل چې ملي یووالی حکومت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره اراده نهلري او عوام غولوي.
هغوی وايي چې په پارلماني او د ولسوالیو په شوراګانو په ټاکنو کې ځنډ په واقعیت کې د ولسوالۍ د ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي.
خو حکومت یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې په روان کال کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.
د ټاکنو د ترسره کېدو د مهال نه څرګندوالی اصلي اندېښنه ده.
د ټاکنو په بهیر کې د لازمو اصلاحاتو نه رامنځته کېدل، او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په کړنو کې پڅوالي د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې اندېښنه راپارولې ده.
د بشري حقونو او مدني ټولنې شبکې رییس محمد نعیم نظري وویل:«موږ د جدي اصلاحاتو غوښتونکي یوو خو دا په دې مانا نه ده چې دغه کار د ټاکنو په ترسره کولو کې د ځنډ لامل شي.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پخوانیو مشرانو باورونه داسې دي چې اړتیا ده د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره جدي هڅې وشي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخواني رییس فضل احمد معنوي وویل:«موږ تر اوسه تمه لرله چې لازم اصلاحات رامنځته کېږي او په کمېسیونونو کې باید پرمختګ شوی وای،خو له بده مرغه چې داسې ونه شول.»
د دې ترڅنګ چې حکومت په روان کال کې د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې د مدني ټولنو د بنسټونو لخوا په عوام غولونې تورن شوی دی، په ټاکنو کې د سیمې په کچه د یوه نوماند بریا یا تک کرسي طرحه اندېښمنونکې بولي.
د مدني ټولنې غړي احمد ذکي وویل:«د ټاکنیزو حوزو په یوه نوماند یا تک کرسي کولو سره هېوادوال نهشي کولای چې په پراخه توګه په ټاکنو کې ګډون وکړي او دا کار د افغانستان لپاره عملي نه دی.»
د مدنې ټولنې بلې فعالې زهرا هم څرکنده کړه:«کهچېرې ټاکنې په خپل ټاکلي وخت ترسره نهشي،د ټاکنو او ډموکراسۍ صندوقونو ته تګ هېڅ مانا نهلري.»
خو حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د امنیتي ، مالي او تخنیکي چمتوالي خبره کوي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وايي:«موږ هم له مالي او هم له امنیتي پوله بشپړ چمتووالی لرو او دغه بهیر سږ کال به عملي شي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې اوس د ټاکنو د برېښنايي کېدو په بڼې کار روان دی. او له دې بڼې کار اخیستل د ټاکنو د روڼتیا لپاره اغېزمن بلل کېږي.