د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پاکستان سره د خپلو سلګونو میلیوني ډالرو مرستې له بندېدو ملاتړ کوي او خبرداری ورکوي چې پاکستان به له ترهګرۍ په ملاتړ سره ډېر نور څه هم له لاسه ورکړي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان حکومت د القاعده شبکې وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره مرسته وکړه او له امریکا سره یې هیڅ هم و نه کړل.
ټرمپ د پاکستان د پوځي اکاډمۍ سره د اسامه بن لادن اوسېدل له ترهګرۍ د پاکستان د ملاتړ په مانا ګڼي.
له بله بیا ولسمشر ټرمپ وايي، غواړي د لومړي ځل لپاره په افغانستان او عراق کې له امریکايي سرتیرو لیدنه وکړي، خو هغه د دې سفر په اړه نور معلومات نه ورکوي.