د فاریات د امنیه قومندانۍ سرپرست وايي چې ولسي پاڅونکوونکي ځواکونه د دغه ولایت په عملیاتو کې ۵۰ سلنه وڼده لري.
په همدې حال کې د ملي شورا یو شمېر غړي وايي چې حکومت هغه ولسي پاڅون کوونکي چې په داوطلبانه توګه د خلکو د امنیت د ټينګښت لپاره سرښندنه کوي له هغوی څخه باید ملاتړ وشي.
دولتي ځواکونو له ولسي پاڅونکوونکو سره په ګډو عملیاتو کې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې کابو ۳۰ کلي د طالبانو له حضوره پاک کړي دي، لکه څنګه چې لیدل کېږي دولتي ځواکونه او ولسي پاڅونکوونکي د طالبانو بیرغونه راښکته کوي او د افغانستان ملي بیرغ پورته کوي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ سرپرست او د امنیت امر سمونوال امانالله ظافر وویل:«په هغو عملیاتو کې چې موږ یې پر مخ بیایوو کابو ۵۰ سلنه ځواکونه یې ولسي پاڅونکوونکي جوړوي.الحمدو الله چې ښه پایله یې هم ورکړې.د دې ترڅنګ په خپل تشکیل کې ۵۰۰ سیمهييز پولیس درلودل خو وروسته بیا د هغوی ۲۵۰ تنه کم شول.»
په دې لړ کې د ولسي پاڅونکوونکو یو شمېر غړي د خپلې مبارزې د پیل لامل داشان بیان وي.
د ولسي پاڅونکوونکو څخه یو تن وویل:«ترهګر په هر ځای کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه ترسره کوياو زموږ خلک اندېښمن کوي.زموږ سیمه ناامنه شوه بالاخره موږ اړ شو چې د خپل هېواد او خلکو د ساتنې لپاره وسلهپورته کړو.»
اخوا د مشرانو جرګې یو پلاوید فاریاب په جګړه کې د ولسي پاڅونکوونکو ونډه مهمه بللې ده.
د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي څرګنده کړه:«همدا ولسي پولیس دي چې دغه هېواد ننګ او ناموس ی ساتلی دی.د سناټورانو دنده ده چې له دوی سره د مرستې لپاره د دفاع وزارت ،اجرائیه، ولسمشرۍ له دروازې څخه نیولې د کورنیو چارو وزارت تر دروازو پورې ولاړ شي.»
ځینې شمېرې څرګندوي چې له طالبانو سره د ولسي پاڅونکوونکو د جګړۍ په لړ کې د امنیتي ځواکونو په پرتله د ولسي پاڅونکوونکو مرګ ژوبله ډېره وي او دوی له کمو امکاناتو برخمن دي.
طالبان ولسي پاڅونکوونکي اربکیان بولي او هغوی د ځان لومړي دښمنان بولي.