Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د افغانستان او هندوستان د سوداګرۍ اړېکو د پراختیا د لارې ستر خنډ

پاکستان د ترانزیټ او دواټونو د پراخیتا ټړونونه په نه لاسلیک سره د سارک د غړو هېوادونو ترمنځ او د افغانستان او هند د سوداګریزو اړېکو د پراخیتا د لارې خڼد شوو.

د سږکال د سیمه ایزو او اقتصادي همکاریو سازمان یا سارک غونډه بې لاسته راوړنې وه.

په دې غونډه کې پاکستان د تمې خلاف دوه ستر تړونونه چې د ترانزیت او لېږد رالېږد د پراختیا تړون چې د دغه سازمان دغړو هېوادونو مهمه اړتیا ده لاسلیک نه کړ، خو یو هوکړه لیک چې د انرژۍ د پراختیا او د پاکستان په ګټه وو لاسلیک کړ.

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د پاکستان دا کار د هند او افغانستان په وړاندې د نوي دریځ غوره کول بولي.

کارپوهان په دغه سازمان کې د افغانستان د دریځ ډېر ضعیف بولي او وايي چې د پاکستان حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو او ترانزیتي اړېکو د پراختیا لپاره تل په خپلو ژمنو کې رېښتینۍ نه دی .

د کابل پوهنتنو د اقتصا پوهنځې ښوونکي سید مسعود څرګنده کړه: " د ویزې د اسانتیا ټړون، د ترانزیتي اسانتیا او نور شیان وي ټول په افغانستان پورې اړه لري او په یو توګه د افغانستان او هند په اړېکو مثبته اغېزه لري، پاکستان له هغې سره مخالف دی او نه غواړي چې له د هند محوره هېوادونو سره مرسته وشي. "

مسعود زیاته کړه: " له بلخوا پاکستان غواړي چې هند ته وښیې چې پاکستان هېکله د هغو هېوادونو سره د همکاریو لپاره په کوښښ کې نه دي چې له هند سره هم فکره دي. "

په پاکستان دنړیوالو اړېکو پرفیسور حسین شهید هم په دې اړه وویل: " د پاکستان حکومت په دې دلیل دا تړون لیک لاسلیک نه کړ چې د پاکستان لپاره ګټور نه دی دغه کار یې ونه کړ بلکې هند ته یې په یو ډول وښودل چې د سارک په سازمان کې د پاکستان پرېکړې ډېر رول لري او دا هېواد کولای شي چې د غړو هېوادونو په اړېکو کې ستونزه پیدا کړي. "

په همدې حال کې ځینې کارپوهان د سارک په غونډه کې د ځینو هېوادونو لکه افغانستان ونډه ډېره ضعیفه بولي.

د کابل پوهنتون ښوونکی فیروز خان مسجدي په دې اړه څرګنده کړه: " افغانستان د سارک د غړو سره د اړېکو به ټينګښت کولای شي چې په اغېزناکو ګامونو په پاکستان فشار راوړي چې د غړو هېوادونو ګټورو غوښتنو ته په پام کې نیولو سره او هغه له پام څخه ونه غورځوي. "

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولان که څه هم د سارک په غونډه کې د هند او پاکستان سیاسي دریځ غوره کول مني خو وايي چې پاکستان باید د دغه سازمان په راتلونکې غونډه کې د ترانزیتي او واټونو د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د سوداګرۍ او د صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري د دې په ویلو سره چې پاکستان باید دغه تړونونه په راتونکو ناستو کې لاسلیک کړي وویل: " چې دغه تړونونه د غړو هېوادونو په ګټه او د سوداګرۍ او ترانزيټي اړېکو د پراختیا په موخه دي له هغې پرته د سارک دسازمان شتون تر پوښتنې لاندې راځي. "

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي چې پاکستان د سیمه ایزو او اقتصادي ستونزو د حل د مخنیوي لپاره د سارک د سازمان د غړو هېوادونو په منځ کې سیاسي چلند کوي.

هغوي وايي چې د سیمې په سازمانونو کې غړي کېدل ستونزمن کار نه دی، خو په داشان سازمانونو کې ښه لوبه کول ډېر مهم دی، او پاکستان یواځینۍ هېواد دی چې هڅه کوي د دغه سازمان په غونډه کې لوبه د ځان په ګټه و چورلوي .

پاکستان د ترانزیټ او دواټونو د پراخیتا ټړونونه په نه لاسلیک سره د سارک د غړو هېوادونو ترمنځ او د ا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه