د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي پنج شنبې(د مرغومې په ۲۶مه نېټه) د افغانستان د سولې په خبرو له پرمختګه خبر ورکړی.
نوموړي د طالبانو مشرۍ لخوا د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو د هوکړې په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته ویلي دي، باور لري د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
شاه محمود قریشي ویلي دي د تاوتریخوالي کمښت په تړاو د طالبانو ه وکړه د افغانستان سولې بهیر پر لور بل ګام دی.
قریشي قطر کې د سولې خبرو ته په اشارې ویلي دي:«د لید وړ پرمختګ شوی دی او طالبانو د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو چمتووالی ښودلی دی، زما په نظر دا د سولې هوکړې پر لور ګام دی.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هېواد یې په دې برخه کې خپل مسوولیت تر ډېر ادا کړی او افغانستان کې د ټیکاو راتګ د افغانستان او د پاکستان د خلکو په ګټه دی.
هغه زیاته کړې ده:«هغه مسوولیت چې پاکستان پر غاړه اخیستی وو تر ډېره ادا کړی دی او زموږ غوښتنه دا ده چې ټوله سیمه د ثبات پر لورو ولاړه شي او ګټه یې هم د افغانستان او هم د پاکستان خلکو ته وي.»
ده په داسې حال کې ده چې له څه د پاسه یوې میاشتې سلامشورې وروسته د طالبانو مشر په افغانستان کې د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه هوکړه کړې ده.
خو د طالبانو ډلې مشر ویلي د افغانستان په مهمو ښارونو کې به تاوتریخوالی هغه وخت کم شي چې امریکا هم په اوو ورځو کې د سولې هغه موافقه لاسلیک کړي چې له مخې یې له افغانستان بهرني ځواکونه ووځي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي د تاوتریخوالي کمښت په دې مانا دی چې طالبان پر ښارونو بریدونه نه کوي، له ځانمرګو بریدونو ډډه کوي او همداراز د هیواد مهمې لارې نه تړي.