پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دې هېواد حکومت پرېکړه کړې تر څو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اغزن سیمونه او دېوال جوړ کړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې چې فډرال حکومت پرېکړه کړې تر څو دې هېواد ته د شکمنو افغانانو ورتلو مخنیوي په موخه پر ډیورنډ اغزن سیمونه ولګوي او دېوال جوړ کړي.
تېر کال هم پاکستان ورته کار باندې لاس پورې کړل چې د افغانستان سخت غبرګون یې له ځانه سره دلودو او له امله یې د تورخم دروازه د پنځو ورځو لپاره وتړل شوه.
د پاکستان سند ایالت په یوه زیارت کې تر ځانمرګي برید وروسته چې په کې ۷۵ تنه ووژل شول، د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې.
له دې برید څخه وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې او ویې ویل چې دا کار یې له افغانستان څخه د ترهګرو ورتګ په موخه کړی دی.