د هلمندي سولهغوښتونکي کارون له ۳۸ ورځني سفر وروسته او کابل ته د دغه کارون له رسېدو وروسته، اوس په پاکستان کې ځينې افغان کډوال، له دغه خوځښت څخه په الهام اخیستو سره پلي افغانستان ته راغلي دي.
د سوله غوښتونکو دغه کاروان، د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳۱ مه) د تورخم له سرحدي ښارګوټي څخه په تېرېدو د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار ته ورسېدل او ټاکل شوې ده ډېر ژر کابل ته حرکت وکړي.
دغه ۲۵ کسیز کاروان د دغه کار موخه د سولې د پیغام رسول او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تلپاتې سوله بولي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د سوله غوښتونکي کاروان مشر جرنیل پښتون په دې اړه وویل:«له کلونو راهیسې زموږ په هېواد کې جګړه روانه ده او څرګنده نه ده چې د چا له خوا جګړه تپل شوې. موږ یوازې له طالبانو نه بلکې د حکومت په ګډون له ټولو ښکېلو غاړو غواړو، چې جګړه دې بس کړي.»
په پاکستان کې د افغان کډوالو د سولې کاروان په وینا دوی غواړي په دې کار سره د سولې او افغانستان ته له نورو هېوادونو د مېلیونونه افغانانو د راستنېدو زمینې د برابرېدو لپاره د غوښتنې پیغام ورسوي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د سوله غوښتونکي کاروان غړی عبدالجمیل عزیزي څرګنده کړه:«موږ له تورخمه تر کابله پلي ځو او زموږ غوښتنه هم په هېواد کې د تلپاتې سولې تینګښت دی.»
د دې کاروان غړي غواړي پلي کابل ته راشي او د هلمند د سولې له کاروان سره یو ځای شي.
د هلمند سوله غوښتونکی کاروان چې کابو یوه نیمه میاشت مخکې یې له هلمنده د کابل په لورې پلی حرکت وکړ، د دوشنبې په ورځ کابل ته راورسېد او د کابلیانو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
د دغه کاروان غړو، تراوسه له ولسمشر او ځينو نورو چارواکو سره لیده کاته کړي او خپلې غوښتنې یې له هغوی سره شریکې کړې دي.