د کونړ امنیه قومندان، پاسوال جمعه ګل نن( سېشنبې د کب۱۷مه)وویل چې پاکستان له تېرو دوو شپو راهیسي پر یاد ولایت ۱۴۵ توغندي توغولي دي.
ده زیاته کړې ده چې پاکستاني پوځيانو دا توغندي پر سرکاڼو او خاصکونړ ولسوالیو توغولي دي.
نوموړي وړاندې وویل چې ترسره شوي بریدونو ځاني زیان نه دی اړولی خو مالي زیانونه له ځانه سره بري.
ښاغلی جمعه ګل څرګندوي چې د ډېورنډ کرښې څېرمه پاکستاني الوتکو الوتنې کړې دي خو نه ده څرګنده چې د افغانستان په خاوره کې یې کومه موخه په نښه کړې او که نه؟
په همدې حال کې د کونړ ولایتي شورا غړی د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني الوتکو لهخوا د څـلورو برخو له په نښه کولو خبر ورکوي.
کابو دوه اوونۍ مخکې پاکستان اعلان وکړ چې د تورخم او سپینبولدک لاره یې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ګواښونو له امله تړلې ده. وروسته له دې دې هېواد پر ختیځو سیمو خپل بریدونه پیل کړل.
د راپورونو له مخې د پولې پر سر د پاکستان تازه کړنلارې د کرښې دواړو خواو خلکو ته ستونزې زیږولې دي.
ویل کېږي چې یو شمېر خلک چې پولې ته نېږدې ژوند کوي له غیرقانوني لارو تګ راتګ کوي.
د تورخم لاره وروسته له هغې وتړل شوه چې د پاکستان سند ایالت په شهباز قلندر زیارت کې د ځانمرګي برید له امله ۷۵ تنه ووژل شول او کابو ۲۰۰ نور ټپیان شول.