Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر امریکايي پوهنتون د برید په پایله کې ۱۶ تنه مړه او ۵۳ تنه ټپیان شوي

د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان پرامریکايي پوهنتون د برید په ترڅ کې ۱۶ تنه مړه او ۵۳ تنه نور ټپیان شوي ،دغه وزارت د ۷ ټپیانو روغتیايي حالت هم د اندېښنې وړ دی.

ددغه پېښې ډېری ټپیان د ایمرجنسي ، استقلال او شاه امان الله روغتونونوته لېږدول شوي دي.

د کابل پر امریکایي پوهنتون د برید ۱۹ تنه ټپيان تراوسه د کابل په ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

داوود چې په کابل کې د امریکايي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم کال محصل دی پر دغه پوهنتون د برید په ترڅ کې ټپي شوی او وايي چې یو ترهګر د دوی ټولګي ته ورننوت او پر هغوی یې ډزې وکړې.

داوود په دې اړه زیاته کړه:«ما په خپله د سر په سترګو ولیدل چې راننوت له هغې وروسته ما خپله کلیمه وویله سرمې ټيټ کړ نه پوهېدم چې څه کېږي چې ایا نن شپه ژوندی پاتې کېږم او که نه .په همدې وخت کې زما سر ټيټ وه چې ډزې یې پيل کړې.درې څلور وارې یې ډزې وکړې.خو زه نه پوهېږدم چې پر چا ډزې کوي موخه یې څوک ده.»

داوود وايي نوموړی هغه وخت ټپي شو چې له ټولګي څخه د بریدکوونکي له وتلو وروسته یې ځان له درېیم پوړ څخه وغورځاوه.

د اېمرجنسي روغتون ډاکټر دېجان پنیک وايي:«نولس ټپیان ایمرجنسي روغتون ته وروړل شوي چې پنځه یې مېرمنې دي، درې تنه دغه ټپيان په ناسم روغتیايي وضعیت کې و او یوې یې ساه ورکړ.»

له بلخوا د عامې روغتیا ورازت وايي چې د دغه برید د اوو ټپيانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار خواجه قمر الدین صدیقي څرګنده وي:«په ټول کې د ۸ تنو ټپيانو روغتیايي حالت ښه نه دی او په نازک حالت کې دي.»

له بلخوا ولسمشر غني هم د پېښې له ټپيانو څخه لیدنه وکړه.

د برید پرمهال کابو ۷۰۰ محصلین په پوهنتون کې وو، خو ډېری دغه زده‎کړیالان د ساتونکو او امنیتي ځواکونو لخوا وژغورل شول.

د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان پرامریکايي پوهنتون د برید په ترڅ کې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه