Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر سولې او کرونا د هېوادونو د سفیرانو د نوروزي پيغامونو تمرکز

افغانستان په داسې حال کې نوی کال پیل وي چې له سیاسي او امنیتي ننګونو سره مخ دی؛ د سولې لیرې لید روښانه نه دی او اشرف غني او عبدالله چې دواړو ځانونه ولسمشران اعلان کړي، تراوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل نورزي پیغام کې ویلي چې په دې مناسبت تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې کولای شي خپل هېواد ته ډالۍ کړي، پر یوه ټول ګډونه حکومت هوکړه او سیاسي کړکېچ ته د پای ټکی اېښودل دي.

هغه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي اړتیا ده چې د حکومت مشران د سولې له موکې ګټه واخلي او له طالبانو سره یوځای کار وکړي چې خلک د کرونا ویروس څخه خوندي کړي.

تراوسه په افغانستان کې د کرونا ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه ویروس د خپرېدو په لړ کې، نن په هېواد کې د نوروز جشن ونه لمانځل شو، او همدارنګه ښوونیز بنسټونه تر یوې میاشتې رخصت شوي دي.

کابل کې کې د برېتانیا سفیر هم په خپل نورزي پيغام کې ویلي چې نړۍ د کرونا ویروس له جدي ننګونې سره مخ دی.

په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازی نیکولاس کي هم په افغانستان کې د سیاسي کرکېچ د پای غوښتونکی شوی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر هم د نوي کال په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د افغانستان په اوسني شرایطو کې یووالی ډېر اړین دی.

په افغانستان کې د کاناډا سفیر هم هیله څرګنده کړې چې افغانستان دې په نوي کال کې یوې سولې ته ورسېږي. 

شریک یي کړئ