Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر قیصاري دبرید څېړونکی پلاوی:هوايي برید د محکمې له حکمه پرته شوی

په مزار شریف کې فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ پخواني امنیه قومندان نظام الدین قیصاري پر کور د امنیتي ځواکونو له برید نه څه باندې یوه میاشت وروسته؛ د دغه برید حقیقت موندونکي پلاوي اوس خپلې څېړنې په یوه رپوټ کې چمتو کړي دي.

د حقیقت موندونکي پلاوي ځينې غړي وايي چې د دوی څېړنې څرګندوي چې د نظام الدین قیصاري پر کور د امنیتي او هوايي ځواکونو برید د عدلي او قضايي له حکمه پرته او د قانون پر خلاف ترسره شوی دی.

د قیصاري پر کور برید کې، د هغه اوه تنه کسان وژل شوي او همدارنګه د ځينو خلکو کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د حقیقت موندونکي پلاوي غړی ظاهر مسرور په دې اړه وايي:«په مستقیمه توګه خوشحال سادات د جګړې مشري په غاړه اخلي او ځواکونه یې د ښاغلي قیصاري کور ته ننوځي چې په پایله کې د قیصاري اوه تنه کسان وژل کېږي او ښاغلي قیصاري د کور په شاوخوا کې ځينو کورونو ته هم زیانونه رسېږي او قیصاري په دې بریالی کېږي چې وتښتي.»

د نظام الدین قیصاریو له خپلوان محمود خروشان څرګندوي:«څو ځله مو اړیکه ونیوله چې دغه مسله د مذاکرې او مفاهمې له لارې هم حل کېږي، په داسې حال کې چې تاسو یو زنګ هم ونه واهه او قضیه هم زموږ لپاره مبهمه ده او معلومه نه ده چې څه خبره ده.»

خو د دغه پلاوي په وینا دا غوښتنه د امنیتي ځواکونو له لوري نه منل کېږي او د کورنیو چارو وزارت معین او د دوه سوو نهم شاهین قول اردو قومندان د قیصاري پر وړاندې پر ځمکیو او هوایي عملیاتو ټينګار کوي.

دا رپوټ زیاتوي چې قیصاري تر دغو عملیاتو وړاندې په زوراکۍ او ناقانونه چلند تور دی.

د حقیقت موندونکي پلاوي غړی مهدي راسخ وویل:«ملي پوځ د قول اردو د قومندان په امر او د هوايي ځواکونه هم د قول اردو د قومندان په حکم او ځانګړي قطعات هم د لوړپوړي مرستیال په لارښونې دا اقدام کوي.»

د دغه رپوټ له مخې د ځانګړو پولیسو اود ملي اردو د هوایي ځواکونو ۳۳۳ او ۸۸۸ قطعو د بلخ له ځايي چارواکو سره له همغږۍ پرته په عملیاتو کې ګډون کړی و.

حقوق دان آرش شهیر پور څرګنده کړه:«د افغانستان د اساسي قانون اوه دېرشمه ماده پر کور برید یې منعه کړی دی او د کور څېړنه او تفتیش یې د محکمې او یا هم د کور د څېښتن له اجازې سره مشروع ګڼلی دی.»

داسې رپوټونه ورکړل شوی چې دا عملیات د ملي دفاع او کورنیو چارو له نوماند وزرانو سره له همغږۍ پرته شوي دي. خو بریالي نه شوو چې په دې تړاو د ملي دفاع او کورنیو چارو ارتونو نظر واخلو. او دغه راز مو ونه کړای شول چې د کورنیو چارو وزارت د پخواني مرستیال نظر هم ترلاسه کړو.
 
د ولسي جرګې ۸ کسیز پلاوی چې د قیصاري پر کور د برید د څېړلو لپاره ګومارل شوی وایي چې د بلخ د پوځي شورا له پرېکړې وروسته، د دغه ولایت عدلي او قضايي بنسټونو، د قیصاري د کور د څېړنې حکم ورکړی نه د پوځي عملیاتو.

شریک یي کړئ