د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره تائید کړې ده چې د داعش ډلې خراسان څانګې مشر، شیخ عبدالحسیب ننګرهار ولایت کې د افغان او امریکايي ځواکونو ګډونو عملیاتو کې وژل شوی دی.
ویل شوي دي چې په دې داعش ډلې دې مشر د وژل کېدو په عملیاتو کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او بل ټپي دی.
عبدالحسیب پر ۴۰۰ بستر روغتون د خونړي برید پر پلانولو تورن وه.
یکشنبې ماښام ولسمشرۍ ماڼۍ هم د خپرپاڼې په خپرولو سره د نوموړي وژل کېدل تائید کړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دی:«د داعش ډلې مشر د څو مهمو قومندانو په ګډوند روانې غويي میاشتې په ۷مه د افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې ننګرهار کې وژل شوی او حکومت د نوموړي د مرګ خبر تر پخلي وروسته دا خبر له خلکو سره شریکوي.»
خبرپاڼه کې راغلي دي:«ددې داعش دې وژل شوي مشر پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید امر کړی وه، چې له امله یې په دې روغتون کې بستر هېوادوال شهید او ټپیان شول.»