په لغمان کې پوځي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه چارواکي زیاتوي چې د الماس ۳۴ عملیاتو په لړ کې د الیشنګ د سیند په دواړو غاړو کې د ۱۳ طالبانو د وژلو او ټپي کېدو سربېره ۵ تنه نور نیول شوي دي.
په همدې حال کې د لغمان د والي ویاند وايي چې دغه عملیات د امنیتي ګواښونو د لیرې کولو لپاره له څو ورځو راهیسې دوام لري.
له بلخوا د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د طالبانو د یوه قومندان ملارحمتالله په ګډون ۸ طالبان وژل شوي دي.
د زابل د امنیه قومندانۍ د امنیت امر جیلاني خان فراهي وايي چې په دغې سیمه کې د پاکستاني ترهګرو یو ډله لشکر جنګوي هم حضور لري.