Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د فوټبال پس منظر

په افغانستان کې د فوټبال په ډګر کې وروستي پرمختګونه ښیي چې د فوټبال ملي لوبډله به د فوټبال په نړیوالو ډګرونو کې هم ښې لاسته راوړنې ولري. د فوټبال د برخې یو شمیر ماهرین وايي، چې فوټبال په هیواد کې د تیر په پرتله ډیر پرمختګ کړی دی او افغانستان به په راتلونکي کې په دغه ډګر کې ډیر پرمختګونه ولري.

دغه لوبه په هیواد کې سل کلنه مخینه لري او په لومړي ګام کې دغه لوبه د افغان ځوانانو لخوا په ښوونځیو کې رایجه شوه. فوټبال د امیر حبیب الله د حاکمیت پرمهال په ښونځیو کې د بهرنیو روزونکو لخوا دود شو. په بل روایت راغلي چې فوټبال له هند څخه افغانستان ته راغلی دی.

په لومړي ځل کې افغانستان په یو زر او درې سوه او دوهم او یوزر او درې سوه او دریم هجري کلونو کې څلور د فوټبال لوبډلې د حبیبې، استقلال ښونځي، د تفریح لوبډلې او د مهاجر لوبډلو حضور درلود.

زموږ هیواد تر زیاتو کلونو ملي لوبډله نه درلوده او په هیواد کې د فوټبال لوبډلو په خپل منځ کې سره لوبې کولې.

له هغه وروسته د هیواد د فوټبال ملي لوبډله رامنځته شوه چې له نورو هیوادونو سره د لوبو ترسره کولو لپاره برلین، لندن او هند ته سفرونه وکړل په هغو لوبو کې افغانستان ښې پایلې ترلاسه نشوې کړاي ځکه د افغانستان فوټبال لوبډلې تجربه هم نه لرله او پیاوړی روزونکی ېې نه لاره.

د هیواد د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عبدالمحمید مبارز چې په دې لوبه کې برخه درلوده نوموړي یو تصویر موږ ته وښوده چې په هغې کې د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي لیدل کیږي.

د فوټبال د برخې یو کارپوه، عبدالحمید مبارز وايي:«موږ څلویښت ورځې وړاندې هند ته ولاړو هلته مو تیاری ونیو د هند د ټولو کلپونو له لوبډلو سره مو لوبې وکړې، هغه لوبې مو وګټلې، خو د لوبې په ورځ د هند لوبډله وتوانیدله چې موږ ته یو د صفر په وړاندې ماتې راکړي، خو په حقیقت کې زموږ لوبډلې ښه لوبه وکړه.»

خو پخوا په افغانستان کې د اوس په پرتله فوټبال توپیر درلود. د کابل د فوټبال د فدراسیون ریس، عبدالصبور ولي زاده وايي:«موږ خپلې هڅې ګړندی کړې دي او د تیرو لسو کلونو په شان به پرمختګ وکړو او انشا الله ښې لاسته راوړنې به هم ولرو، خو حکومت، رسنۍ، سوداګر او خلک باید د فوټبال ملاتړ وکړي.»

په افغانستان کې تیر یولس کلونه د فوټبال په برخه کې ستر بدلون بلل کیږي. په تیرو سلو کلونو کې افغانستان د فوټبال غوره لیک نه درلود، خو تیر کال د افغانستان د فوټبال فدراسیون، موبي ګروپ او طلوع تلویزیون هڅه وکړه چې په افغانستان کې د فوټبال غوره لیک پیل کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د  هیواد د فوټبال د غوره څیرو د ټاکلو په موخه درې روزونکي وټاکل، ترڅو د هیواد په اتو حوزو کې د فوټبال د غوره لوبغاړو په پیژندو کې هڅه وکړي.

دغو هڅو ښې پایلې په ځان پسې ولرلې او د افغانستان د فوټبال غوره لیک سیالۍ پیل شوې. اوس افغانستان د فوټبال یوه ملي لوبډله لري او هم د غوره لیک سیالۍ.

خو دا د کار پیل دی او د افغانستان فوټبال اوږده لاره په مخ کې لري، له دې وروسته د هیواد د فوټبال د ملي لوبډلې مسولیتونه نور هم زیاتیږي ځکه اوس په آسیا او سویلي آسیا کې د اتلولۍ ترلاسه کول بسنه نکوي بلکې باید تر هغې هم اخوا ولاړ شي.

په افغانستان کې د فوټبال پس منظر

په افغانستان کې د فوټبال په ډګر کې وروستي پرمختګونه ښیي چې د فوټبال ملي لوبډله به د فوټبال په نړیو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه