Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د ناټو د مأموریت پر دوام ټینګار

د شمالي اتلانیتک تړون یا ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور دوام له افغان امنیتي ځواکونو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې او مشورې ورکونې په کار کې مرسته ډېره اړینه ده.

ینس ستولتنبرګ چې د اروپايي پارلمان د بهرنیو چارو په کمېسیون کې یې خبرې کولې وویل دې ته اړتیا ده چې دا سازمان په افغانستان کې پاتې شي ترڅو له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د ناټو عمومي منش ینس سټولټنبرګ وايي:« دا یعنې په افغانستان کې زموږ مأموریت یوه ګډه مبارزه ده او موږ تراوسه هم باید په دغه هېواد کې پاتې شو، موږ خپل جنګي مأموریت پای ته رسولی خو د افغان ځواکونو د روزنې، له هغوی سره د مرستې او مشورې بهیر ته به دوام ورکړو ترڅو دوی د خپل هېواد د امنیت د پیاوړتیا لپاره توانمني پيدا کړي او له مخالفینو سره وجنګېږي.»

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د دغه هېواد د ګټو پراختیا په افغانستان کې د مشروع سولې په رامنځته کېدو کې نغښتې او واشنګټن د دغې موخې په لټه کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د دغه وزارت کارکوونکو ته یې د ډونلډ ټرمپ د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوبونه تشریح کول د افغانستان په اړه یې نور څه ونه ویل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وویل:« څرنګه موږ کولای شو چې په افغانستان کې خپلې ګټې تعقیب کړو هغه دا دي چې په افغانستان کې د مشروع سولې په لټه کې یوو او وروسته غواړو ترهګرې ډلې محدودې کړو.»

په داسې حال کې چې افغان حکومت وخت ناوخت د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره بېلابېلې لارې تجربه کړې چې د دغو هڅو په پایله کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ترلاسه شوه او حکومت هم هغه لویه بریا بولي خو مشروع سوله په څه مانا کېدای شي؟

خو د سولې لپاره د هڅو ترڅنګ، د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په هېواد کې د دغه سازمان د ځواکونو د فعالیت د دوام غوښتونکی دی.

ناټو او واشنګټن په داسې حال کې په یو وخت په افغانستان کې د جګړې او سولې خبره کوي چې ټاکل شوې د امریکا نوی حکومت ډېر ژر د افغانستان په اړه خپله جنګي تګلاره اعلان کړي.

هېواد ته د زرګونو پوځیانو رالېږل به د دې تګلارې یوه برخه وي.

شریک یي کړئ