Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې د اورښتونو او سېلاونو له امله ۹ تنه وژل شوي

په بلخ کې له طبعیي پېښو سره د مبارزې رییس وايي چې په دغه ولایت کې د درې وروستیو ورځ په لړ کې د وروښتونو او د سېلاونو له امله ۹ تنه وژل شوي دي.

رحمت الله زاهد طلوع نیوز ته وايي چې دغه کسان د بلخ ولایت په کشنده، زارې، شولګرې او چارکنټ ولسوالیو کې د سېلاونو له امله وژل شوي دي.

په همدې حال کې د دغه ولایت د خُلم ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ځواکمن سېلاو له امله  کورنه یې ویجاړ شوي دي او په ستونزمن حالت کې ژوند کوي.

د خُلم ولسوالۍ سرپرست محمد فیروز نوري په دې اړه وویل:«که‎څه هم سېلاو وهلو سره مرستې شوي، خو دا مرستې بسندویه نه دي، هیله لرو چې اړوند چارواکي چې زموږ غږ اوري پاملرنه وکړي ترڅو له زیانمنو خلکو سره مرسته وشي.»

۶۲ کلنه جوهر چې کور یې د سېلاو له امله ویجاړ شوی وايي دوه شپې او ورځې کېږي چې په اورښتي چاپېریال کې اوسېږو او تراوسه مو هېڅ ډول مرسته ترلاسه کړې نه ده.

هغه زیاتوي:«ژوند را ته پاتې نه دی، کور او توکي مې سېلاو یوړل.»

د خُلم ولسوالۍ د سرپرست په وینا، په دغې ولسوالۍ کې ۱۳۳ کلي دي چې ۱۰ کلي یې د سېلاونو له امله زیانمن شوي.

د خُلم ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې هر کال د سېلاونو له امله زیانمن کېږي او تمه لري چې حکومت د هغوی د زیانمن کېدو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ