Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خصوصي پوهنتونو کې د ټیټ کیفیت په اړه د لوړو زده‎کړو وزیر نیوکه

د لوړو زده‎کړو وزیر، د هېواد په خصوصي پوهنتونونو کې د تدریس په ټیټ کیفیت نیوکه کوي او د هغه پر معیاري کولو ټینګار کوي.

د لوړو زده‎کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري چې د یوه خصوصي پوهنتون زده‎کړیالانو ته د فراغت په غونډه کې وینا کوله، د خصوصي پوهنتونونو کمیت د قناعت وړ بولي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«هغه هېوادونه چې لیدلوری یې د ښوونیزو بنسټونو په اوږدمهاله او بنسټیز دی، توانېدلي چې د نړۍ په اقتصادي او سیاسي نظام کې ښه ځای‎ګی خپل کړي. هیله لرم چې د افغانستان پوهنتونونه هم خپل کیفیت لوړ کړي ترڅو دا مهم زموږ په هېواد کې هم حقیقت پيدا کړي.»

په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وایي، تېره اوونۍ د خصوصي پوهنتونو محصلینو ته د دیپلومونو د ورکړې لړۍ پیل شوه. چې نن د خصوصي پوهنتون کابو ۵۰۰ زده‎کړیالانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

له دې وړاندې د لوړو زوده‎کړو وزارت د خصوصي پوهنتون زده‎کړیالانو ته د فراغت سند نه ورکوه.

د کاردان پوهنتون ویاند ظاهر ایوبي په دې اړه څرګنده کړه:«په ننني فراغت غونډه کې، د ۴۶۵ تنو ته د فراغت سندونه ورکړل شول چې له دې ډلې ۱۰۶ تنه یې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ زده‎کړیالان دي.»

په ورته وخت کې یو شمېر فارغان به دې باور دي چې د خصوصي پوهنتونونو فارغانو ته کاري زمینې زیاتې دي.

یو له دغو زده‎کړیالانو څخه رویینا صدیقي وايي:«خصوصي بنسټونه، د دې ترڅنګ چې موږ ته یې د زده‎کړې زمینه برابره کړې، نور روزنیز پروګرامونه یې هم زموږ لپاره برابر کړي وو چې د کارموندنې لپاره وو.»

یو بل زده‎کړیال غیاث سادات څرګنده کړه:«د محصلۍ په وروستي کال کې، زده‎‎کړیالان له یوه مکتوب سره یوه خصوصي، یا دولتي او یا هم نیمه خصوصي او دولتي بنسټ ته معرفي کېږي او دغه زده‎کړیالان په کابل او ولایتونو کې له عملي توګه کار کوي.»

د لوړو زده کړو وزیر په دې باور دی چې په وروستیو کلونو کې افغانانو ته د لوړو زده کړو زمینې زیاتې شوې دي.

د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو کمیت ښه بولي خو د هغوی د کیفیت په اړه اندېښنه لري.

شریک یي کړئ