Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سرتېري زوی له وژل کېدو وروسته په کېږدۍ کې د اوسېدونکې مور کیسه

زلیخا ۶۵ کاله عمر  لري، او وروسته له هغې چې د سیمه ییزو پولیسو په ډله کې یې زوی له طالبانو سره په نښته کې ووژل شول، د اقتصادي ستونزو له کبله اړه شوه چې د مزارشریف ښار نساجي کمپ کې خیمه ولګوي او د خپلو ۶ لمسیانو سره هلته ژوند وکړي.

هغه اوس په بد اقتصادي حال کې ژوند کوي او ان د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې هم نلري.

هغه وايي چې زوی یې په سیمه ييزو پولیسو کې وو او د بلخ ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې ووژل شو او بل زوی ې سخت ټپي شوی دی:«زوی مې شهید شوو، ښځه یې لاړه او ماشومان یې ماته پرېښودل او دلته له سختیو سره ژوند کوو.»

زلیخا د خپل زوی له وژل کېدو وروسته، پنځه میاشتې مخکې له دولت اباد ولسوالۍ نه مزار شریف ښار ته راغله.

کله چې مزار شریف ښار ته راغله نو دوې میاشتې یې د فقیر اباد په سیمه کې یوه کرایې کور کې تېرې کړې، خو د کرایې ورکړې وس یې نه درلود او اوس راغلې خیمه یې لګولې ده.

نوموړې زیاتوي:«تر اوسه چا زموږ پوښتنه نه ده کړې، یوه ټوټه وچه ډوډۍ پیدا کوو او خورو یې.»

د زلیخا بل زوی، سید خواجه هم د بلخ لویې لارې پولیس وو، خو څو ماشتې مخکې د اورمیګ له پلوه سخت ټپي شوی او اوس کار نشي کولی. هغه پرحکومت نیوکه کوي چې د ده پشان سرتېرو ته پام نه کوي:«۱۶ ورځې کېږي چې د خیمې لاندې یوو،  چا راسره مرسته نه ده کړې.»

د مزارشریف نساجي کمپ کې ډېرې بې وزله کورنۍ ژوند کوي، رحیمه بله ښځه ده چې څه موده مخکې یې د بې وزلۍ له کبله خپله ماشوم له لاسه ورکړی دی.

هغه وايي:«درې کلنه لور مې ناروغه ده، مېړه مې معتاد دی، زه خپله کالي مینځم، کافي خواړه نلرو.»

په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت وايي د کرونا ویروس د خپرېدا مخیوي لپاره باید چې ټولنیز واټن په پام کې ونیول شي، خو د مزار شریف ښار په نساجۍ کمپ کې خلک د یوې مړۍ ډوډۍ ترلاسه کولو په موخه دا کار نشي کولی.

د یاد کمپ استازی، قمرالدین وايي:«دلته ۱۵ تر شلو کورنۍ د شپې ډوډۍ نلري. بیا خلک د هغو کورنو چې حالت یې ښه دی، وچه ډوډۍ راټولوي، ماته یې راوړي او زه یې بیا دوی ته ورکوم.»

هغه وايي چې په لنډ وخت کې دغو کورنیو ته د نظام الدین قیصاري لخوا چمتو شوي خواړه ویشل شوې دي.

نظام الدین قیصاري د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان وروسته له دې چې حکومت یې پر کور برید وکړ، اوس له درې میاشتو په تېرېدو سره مزار شریف ښار ته راغلی دی. هغه د بشري حقونو په نقض او زورواکی تورن دی.

له همدې کبله هغه د ۱۳۹۷ کابل د چنګاښ میاشت کې په فاریاب ولایت کې د ملي امنیت لخوا ونیول شو او د څو میاشتو بند وروسته بیا خوشې شو.

اوس هغه راغلی مزار کې بې وزلو کورنیو سره مرسته کوي، هغه وايي:«دوی(د جګړه ځپلي) وچه ډوډۍ نلري چې ویې خوري، موږ اورېدلي دی چې یو ماشوم د لوږې له کبله مړ شوی دی... دا لویان او د مرکزي حکومت مسوولین دا خبرې اورې او که یې نه اوري؟ که پام ونشي، دا ملت مړ کیږي.»

هېواد کې د جګړو له کبله بې ځایه شوي خلک وايي چې له سختو ستونزو سره ژوند کوي، او د بې وزلۍ ترڅنګ یې د کرونا ویروس هم ګواښوي.

زلیخا د نساجي په کمپ کې خپل شپږ لمسیان هم له ځان سره ساتي

شریک یي کړئ