Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په سمنګان ولایت کې ماشومان کان کیندونکي او د مرګ په نامه خطر

د سمنګان د ډبرو سکارو په کان کې د سلګونو ماشومانو ژوند د خطر له ګواښ سره مخ دی، د طلوع نیوز خبریال د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو څو کانونو ته تللی دی وايي چې ماشومان بې وزلۍ او نادارۍ له امله اړ شوي دي،چې په کان کې د ورځې له اوو تر اتو ساعتونو سخت کارونه وکړي.

سیمه‎ییز استخراج کوونکي د بې وزلۍ او د تونلونو د کم لوړوالي له امله له دغو ماشومانو څخه کار اخلي، په حاضر وخت کې ټول تونله په غیر معیاري او په خپل سرې توګه کیندل شوي دي.

د درې صوف ولسوالۍ د دهنه تور د ډبرو سکرو کان څه د پاسه سل تونلونه لري، په دغو تونلونو کې څه د پاسه شپږ زره کار کوونکي په کار بوخت دي، دوه زره دغه کارکوونکي ماشومان اوه تراوولس کلنۍ پورې تنکي ځوانان دي.

په کوچنيو تونلونو کې د دغو ماشومانو په کار ګمارلو لامل د دوی کوچني بدنونه دي.

د درې صوف بالا ولسوال احمد علي حسني وویل:"دغه تونلونه بنسټيز تونلونه نه دي، بنسټیز تونلونه دوه دوه نیم متره لوړ دي،خلک په خپله د بیل او کلنګ په واسطه ۵۰۰ او ۸۰۰ متره کیندي او د خرو او د دغو ماشومانو په مرسته راباسي."

احمدحسين څوارلس کلن دی د کورنۍ بې وزلۍ له امله نوموړی دې ته اړ شوی چې ترڅو د ۳۰۰ افغانيو د ترلاسه کولو لپاره د ورځې اته ساعته سخت کار وکړي، له دريو کلونو راهيسې د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په يوه کان کې کار کوي.

احمد حسین زیاته کړه:" له مجبورۍ څخه کار کوم،زده کړه مې کوله خو اوس مې زده کړه هم پرېښې ده."

دې ته وايي جرات، هره شېبه د مرګ خطر دی، ځکه د دغو کانونو راايستل غيرمعياري دي او دا ماشومان خوندي جامې، خولۍ او نور وسايل نه‎لري، بې وزلۍ دوي اړ ايستي چې په دغو مرګوني تونلونو کې کار وکړي.

روح الله زیاته کړه:" کابو ۱۵ دقیقې د کان دننه ځم، الله په خپله ساتنه کوي،که چېرې خدای ساتنه ونه کړي پرېودل دي او کډه کول دی په دغو کانونو کې غاز هم نیسي."

هغه زیاته کړه: "ډېری کسان چې دلته مړه شوي دي د مجبوریت له امله وو، که چېرې موږ مجبور ونه اوسو کله دلته راځو."

د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ د دهنه تور او شباشک د ډبرو سکرو په کانونو کې ماشومان له خپلو خرو سره تر زرو مترو پورې په تونلونو کې دننه ورځي او ان يو شمېر ماشومان او تنکي ځوانان شپه هم په همدغو تونلونو کې تېروي.

جواد په دې اړه وویل:" ژوندی نو،اړیم،پوروړی یم او کار کوم."

په هېواد کې ډېری کانونه په غيرمعياري توګه راايستل کېږي، د دې کار له امله وخت ناوخت کسان قربانیۍ اخلي، لکه څنګه چې تېر کال د سمنګان د دره صوف د ډبرو سکرو په کان کې د متان ګازو د چاودنې له امله ۲۲ تنه ووژل شول.

په اوسني وخت کې ځايي اوسېدونکو او د ډبرو سکرو قاچاق وړونکو د دغه کان زړه سوری کړی او د دې ويره شته چې د غيرمعياري راايستلو له امله دغه کان پريوزي او يو ځل بيا انساني غميزه رامنځته شي.

د سمنګان د ډبرو سکارو په کان کې د سلګونو ماشومانو ژوند د خطر له ګواښ سره مخ دی، د طلوع نیوز خبریال

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه