له سویډن څخه رپوټونه رسوي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې درېیو افغان تنکیو ځوانان پناهغوښتونکو په دغه هېواد کې له یوه پنډغالي څخه بل پنډغالي ته د لېږد او د کډوالۍ د سختو قوانینو له امله ځانوژنه کړې ده.
له دغې ډلې څخه په وروستۍ پېښه کې دوه ورځې وړاندې یوه افغان تنکي ځوان کډوال ځان زندۍ کړې دی.
له دې وړاندې،یوه بل افغان تنکي ځوان هم ځان زندۍ او ځان وژنه کړې ده همدارنګه د جنورۍ میاشتې په منځ کې یوه بل افغان کډوال هم خپل ژوند اخیستی وه.
ویل کېږي افغان تنکي ځوانان د پېژاند پاڼو د نشتوالي له امله نهشي کولای خپل سن ثابت کړي؛نو ځکه ځینې یې له لویانو سره په پنډغالو کې ساتل کېږي او تر فشار لاندې دي.
محبوبه مددي چې له یوې رضا کارې ډلې سره د کډوالو لپاره کار کړی وايي چې دغه درې افغانانو چې ځان وژنه کړې تر ۱۸ کلنو کم عمر یې درلود.
هغه زیاته کړه:«پناه غوښتونکي وېرېږي چې بهر نهکړل شي هېڅ هیله نهلري.»
په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي سربېره،سویډن په یوې نوې امنیتي څېړنه او ارزونه کې چې د ۲۰۱۶ د ډسمبر په میاشت کې خپره شوې،د دغه هېواد ډېری برخې کم خطره دي.
دغه رپوټ د دې لامل شوی چې د ګډوالو دوسیې په اسانۍ سره رد کړي او هغوی افغانستان ته واستوي.
خو د سویدڼ د کډوالۍ د بورډ یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته وايي:«د افغانستان ځينې برخې دي د بېرته ستنېدو وړ دي.»
خو هغه زیاته کړه هغه کډوال چې له ۱۸ کلونو کم عمر ولري کورنۍ او یا څوک ونهلري چې له هغوی څخه ساتنه وکړي افغانستان ته به وانهستول شي.
تېر کال دغه هېواد د ۲ زره او ۱۰۰ افغان کډوالو له ډلې د ۶۰۰ تنو دوسیې رد او دغه نور کسان ومنل شول.