Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په سپین‎بولدک کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته

په کندهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ(د غوايي په ۱۵ مه) د سیپن‎بولدک په پوله کې د افغانستان او پاکستان د پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګ‎ژوبله اوښتې ده.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی طلوع نیوز ته وايي چې د جمعې د سهار ۴ بجې دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاورې ته را واوښتل.

د هغه په وینا، په دغې نښته کې د پاکستاني ځواکونو دوه زغرګاډي هم له‎منځه‎ تللي دي.

ښاغلي دارني همدارنګه وویل نښته له څو ساعتونو وروسته هغه مهال ودرل شوه چې دواړو خواوو اوربند اعلان کړ.

په همدې حال کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق طلوع‎نیوز ته وویل چې په دغې نښته کې څلور افغان پوځيان شهید او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه وویل چې په دغې نښته کې ۲۳ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې افغان پوله‎ساتو ځواکونو له کوم لامل څخه پرته د چمن په سیمه کې په پوله ساتو ځواکونو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۱۷ تنه نور د درې ماشومانو په ګډون ټپيان شوي دي.

پاکستاني چارواکي همدارنګه وايي چې په دغې نښته کې د دغه هېواد ۷ پوځيان وژل شوي او ۲۷ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

پاکستاني پوځیانو له دې وړاندې هم په ځلونو له افغان پوله‎ساتو ځواکونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله کې ښکېل شوي دي.تېر کال د تورخم په پوله کې د دغو دواړو هېوادونو د پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ نښته کې څه باندې ۲۰ پوځيان وژل او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي وو.

دا په داسې حال کې ده د پاکستان د استخباراتي(ای اس ای)سازمان رییس جنرال نوید مختار نن‎ سې‎شنبې(د غوايي په ۱۲ مه)کابل ته راغی او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړوندو مسایلو یې له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

که‎څه هم په کابل او اسلام اباد کې د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي شوي،خو په دې وروستیو کې د پاکستان د پارلمان رییس سردار صاد ایاز، د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه والي لپاره هڅه او همدارنګه په سیاسي او نظامي برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاریو زیاتوالی د دغه سفر موخې بولي.

شریک یي کړئ