د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې چې د هوايي بریدونو لخوا یې ملاتړ هم کېده ۴۸ طالب اورپکي وژل شوي دي.
دغه چارواکي وايي چې د هوايي بریدونو په ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونوم عملیات د کندهار په څو برخو کې له هغې ډلې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې له کابو دوو اوونیو راهیسې دوام لري.
په شاولي کوټ ولسوالۍ کې پوځيان وايي چې طالبانو د دغۍ ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې له ۱۴ کلونو راهیسې حضور لري.
د ۲۰۵ اتل قول اردو درستیزوال جنرال شفیق الله وايي چې ځنګله په یوه برخه کې، د مخالفو وسلهوالو د روزنې او ماین جوړونې مرکزونه شتون لري او تراوسه د دغې سیمې ډېری برخې چې کابو ۱۲ کیلومټره کېږي چاڼ کړې دي.
په ورته وخت کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي چې په تېرو کابو دوو اوونیو کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پار د کندهار په څو برخو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.
بلخوا له دې سره جوخت په فاریاب ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۹۷ طالب اورپکي وژل شوي دي.
خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.