د فراه ولایت امنیتي چارواکو نن سېشنبې (د کب په ۰۱) ویلي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۸ تنه پولیس سرتېري وژل شوي دي.
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري په دې اړه وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د برید په پایله کې ۸ تنه پولیس سرتېري او همدارنګه ۱۳ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.
ښاغلی مهري زیاتوي چې دغه نښته تېره شپه ناوخته پيل او تر نن کهیځه یې دوام درلود.
طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.