د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند دګرمن شیرن وايي چې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۱۰ تنه داعش اورپکي وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغو عملیاتو په ترڅ کې د خوږیاڼو ۹ کلي د داعش ډلې له شتونه پاک او همدارنګه ۱۰ کړۍ ماینونه هم خنثي شوي دي.
هغه د دغو عملیاتو په لړ کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.