د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر په درې لومړیو ورځو په ټول هېواد کې څه باندې ۴۷ زره کسانو نوملیکنه کړې ده.
د دغه بهیرد په درې لومړیو ورځو او لومړني پړاو کې چې د ښارونو په ۱۵۰۰ مرکزونو کې په لاره اچول شوی وه، په ټول هېواد کې، د ۱۱ زره او ۶۶۸ ښځو په ګډون ۴۷ زره او ۸۲۸ تنو نوملیکنه کړې ده.
په پلازمېنه کې د رای ورکوونکو د نوملیکنې د ۳۷۴ مرکزونو له ډلې څو هغو ته ورغلو، هغه مهال چې موږ دغو مرکزو کې وو د خلکو حضور ډېر تت وه.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن په دې اړه وویل:«د عامه پوهاوی بهیر پڅوالی منو هڅه دا ده چې پوهاوی چټک شي.»
د نوم لیکنې په څلورمه ورځ د اجراییه رییس مرستیالانو د نوم لیکنې پرمهال له خلکو وغوښتل چې نومونه ولیکي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتو شي.
د اجراييه رییس لومړي مرستیال محمد خان په دې اړه څرګنده کړه:«له خپل پراخ او هر اړخیز ګډون او څارنې سره د هغو درغلیو مخه ونیسي چې له بده مرغه په تېر شاهد یې وو.»
د اجرايي رییس دویم مرستیال محمد محقق هم وویل:«کهچېرې فکر کوئ چې له ټاکنو سره یو ښه نظام نهرامنځته کېږي، لږ تر لږه له بد نظام څخه ډډه وکړئ، او باید په خپل برخلیک کې ګډون وکړي او د رای ورکونې حق ترلاسه کړي.»
په دې لړ کې د اسلامي جمعیت مرستیال په کابل کې د نوملیکنې په یوه مرکز کې له نوملیکنې وروسته دغو مرکزونو ته د خلکو ورتګ لږ بولي او د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون نیوکه کوي چې د خلکو د پوهاوي او هڅولو په برخه کې ناتوانه دی.
د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمدضیا مسعود وايي:«موږ کولای شو چې د ځواک ښکېلاک مات کړو، دا ښه دی چې راشي او د رای ورکونې کارټ واخلي. کهچېرې واقعاً موږ په دې عقیده یوو چې موږ د ولسواکۍ په لور یو تګ ولرو، له دې څخه پرته چې موږ خپل سیاسي حق استفاده کړو، بله کومه لاره شونې نه ده.»
سربیره پر دې ناامنۍ آن د ښارونو په مرکزونو کې د ټاکنو په وړاندې ننګونې دي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي د رایو ورکونکو د نوملیکنې کابو ۴۰ مرکزونه د ناامنۍ له امله تړلي دي.