Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پکتیا کې د حقاني ډلې د درې قومندانانو وژل کېدل

په پکتیا کې امنیتي چارواکو د یکشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۳ مه) ویلي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د یوه هوايي برید په ترڅ کې د حقاني شبکې درې مشهور قومندانان ووژل شول.

د ۳۰۳ سپین غر حوزې پولیس زیاته کړه چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو، پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د حقاني شبکې پټن‎ځایونه په نشه کړل چې په پایله کې یې د دغې ډلې درې تنه قومندانان ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا، په دغه برید کې د حقاني ډلې د وسلو څو زېرمې هم له منځه تللې دي.

له بلخوا په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه د دې پخلی کوي چې د پکتیا ولایت په ناامنو سیمو کې د ترهګرو د له‎منځه وړلو لپاره به عملیات پیل شي.

په همدې حال کې، د پکتیا ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي له حکومت څخه غواړي چې په دغه ولایت کې د ترهګرو د له‎منځه وړلو لپاره ژر تر ژره عملیات پیل کړي.

شریک یي کړئ