د کورنیو چارو وزارت د دې پخلی کړی چې په پکتیکا کې د ځانګړو پولیسو د صفر یو قطعې قومندان د پنجشنبې په ماښام (د چنګاښ په ۷ مه) په کابل ښار کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.
دغه پېښه د ۳۰:۸ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د مکروریانو په فردوسي پارک کې رامنځته شوې ده.
عزیزالله له مشهور قومندانانو څخه وه چې د طالبانو له څو بریدونو روغ رمټ وتلی وه.
هغه د تېر کال په کب میاشت کې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې هغه له ۳۸ بریدونو څخه روغ رمټ راوتلی او ژغورل شوی دی.
هغه په پکتیکا کې د سیمهییزو پولیسو بنسټ اېښودونکی دی.
طالبانو د هغه د وژلو ادعا کړې ده.