Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندز، هرات او سرپل ولایتونو کې کابو ۵۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي

د اختر د ورځو لپاره د حکومت او طالبانو له اوربند سره جوخت په کندز، هرات او سرپل ولایتونو کې د تېرو ۲۴ساعتونو د نښتو په پایله کې کابو ۵۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي په پوځي عملیاتو کې څه باندې ۸۰ داعش او طالب اورپکي وژل شوي خو طالبان د زیاتو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو ادعا کوي

له کندزه رپوټونه څرګندوي چې په دغه ولایت په قلعه‎زال ولسوالۍ کېطالبان له نیمې شپې وروسته د امنیتي ځواکونو پر څو پوستو بریدونه کړي دي.

د دې نښتو په پایله کې له شلو ډېرو سیمه‎ییز پولیسو د وژل کېدو سربېره، پوسته د طالبانو لخوا نیول شوې ده.

د کندز امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دې اړه وویل:«۲۴سیمه‎يیز پولیس او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او همدارنګه په مقابلې جګړه کې ۲۳ مخالفان هم وژل شوي.»

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي او زیاتوي:«هلته چې د قلعه زال د سیمه‎ییزو پولیسو په منځ کې ستونزې او یو لړ موضوعاګانې چې وې، حل شوې نه وې؛ بالاخره د حکومت مخالفانو له همدې په ګټې اخیستو سره استفاده وکړه.»

بلخوا د ملي دفاع وزارت چارواکي د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کې د ۱۷ دولتي سرتېرو د مړینې خبر ورکوي.

دغه وزارت دهېواد په بېلا بېلو سیمو کې طالبانو او داعش وسله‎والو ته د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې پر زیاتې اوښتې مرګ ژوبلې ټینګار کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش په دې اړه وايي:«د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او چاڼیز عملیاتو په پایله کې، ۴۵ بریدګر وژل شوي او ۲۷ تنه نور یې ټپيان شوي دي.»

دا جګړې په داسې حال کې دوام لري چې د حکومت د یوې اوونۍ اوربند ته دوه ورځې او د طالبانو درې ورځني اوربند ته پنځه ورځې پاتې دي.

سږکال د اوړي په موسم کې جګړې زور اخیستی. همدا راز د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونه هم مني چې د جګړې په دغه فصل کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته ده.

د ملي دفاع وزارت وايي د ملي پوځ د پوځي عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۸۰ داعش او طالب اورپکي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ