د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین،د شنبې په ورځ په کابل کې د ځانمرګي برید څخه وروسته ولسمشر اشرف غني ته یې یو پیغام واستوه او د ځانمرګي برید د غندلو ترڅنګ،وې ویل چې روسیه چمتو ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د کرملین د ماڼۍ په یوې بیانیه کې راغلي دي:«د روسیې دولت ولسمشر په کلکه دغه جنایت،چې د سوله غوښتونکو افغان وګړو په وړاندې ترسره شوی دی غندي،او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له افغان دولت او د افغانستان له خلکو سره د فعالې همکارۍ د دوام لپاره چمتو دی.»
تېره ورځ د ځانمرګي برید په ترڅ کې چې د روښنايي غورځنګ د لاریون کوونکو په منځ کې ترسره شو ۸۰ تنه مړه او څه باندې ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول.
امنیتي چارواکي د دې پخلی کوي چې د کابل په دهمزنګ کې ځانمرګی برید، د داعش ډلې له خوا پلان شوی او د دغه برید پلانونکی د ننګرهار د اچین ولسوالۍ ابوعلي وه.
دغه برید د درې ځانمرګو بریدګرو له خوا ترسره شو.لومړي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي د لاریون کوونکو په منځ کې وچاودول؛د دویم چاودنه ناقصه وه او درېیم هم له دې وړاندې چې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شو.
په دې اړه مو اندونه