Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپیو به د امریکا ولسي جرګې ته د ځواب ویلو په موخه ورشي

ټاکل شوې  ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنه کې د روسیې احتمالي لاس درلودو په تړاو پنجشنبې(د چنګاښ په ۱۹مه نېټه) د دغه هېواد ولسي جرګې ته د ځواب ویلو په موخه ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي وو، روسیې افغانستان کې وسله والو پورې اړوند یوه حساب ته پیسې لېږدولې دي څو دغه وسله وال امریکايي سرتېري ووژني.

پومپیو به هم د امریکا د استخباراتو دغو ادعاوو په تړاو ځواب اوايي.

کېدای شي له پومپیو دا پوښتنه وشي، د ټرمپ  حکومت چې پر دې موضوع خبر و نو ولې یې غبرګون نه دی ښودلی.

وروسته له دې چې نیویارک ټایمز راپور د طالبانو حساب ته د یوه افغان سوداګر له ونډې پرده پورته کړه، یوې سرچینې طلوع نیوز ته وویل چې دغه سوداګر په «رحمت سیاه» مشهور دی او د یوه رغنیز شرکت مشر دیږ

سرچینې زیاته کړه چې د نوموړي نوم رحمت الله عزیزي دی او اوسمهال روسیه کې دی او تر اوسه د کندز کې د رحمت الله له سیمې د نوموړي د ترور زوی، موټر چلوونکی، یو صراف او د ګذر یو وکیل د ملي امنیت لخوا نیول شوي دي.

د سرچینې په خبره چې د  عملیاتو پرمهال د ملي امنیت ځواکونو د رحمت الله له کوره نیم میلیون ډالر هم ترلاسه کړي دي.

د نیویارک ټایمز راپور له مخې رحمت په روسیه کې هم پانګونه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو هم ویلي دي:«افغانستان کې د طالبانو ملاتړ لپاره پيسې له هغه وخت رسیږي چې موږ کابو دوې لس ییز هلته یوو. دا یوازې روسان نه دي، دا پیسې د ایران په څېر له نورو ځایونو هم ورته راځي. ایرانیان نن د سولې لپاره د هڅو کمزوري کولو هڅه کې دي.»

یوه افغان چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې روسیې د یوه امریکايي سرتېري وژل کېدو پر سل زره امریکايي ډالره انعام ایښی دی.

خو روسیې دغه تورونه رد کړي دي.

امریکايي چارواکي ګومان کوي چې روسیې تر ډېره ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د امریکايي ځواکونو وژلو لپاره پیسې لېږدولې دي او هغه کال کې ۲۰ تنه امريکايي پوځیان افغانستان کې وژل شوي دي.

کېدای شي له پومپیو دا پوښتنه وشي، د ټرمپ  حکومت چې پر دې موضوع خبر و نو ولې یې غبرګون نه دی ښودلی؟

شریک یي کړئ