د ملي دفاع وزارت وايي چې د شپنیو، ځانګړو عملیاتو او هوايي بریدونه اوس د دغې ادارې په لومړیتوب کې ځای لري.
د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې د داشان عملیاتو په لاره اچول ډېر اغېزمن دي او په لږ وخت کې د ترهګرو له ولکې څخه ستراتېژیکې سیمې بهر کوي.
خو پخواني پوځيان وايي چې هوايي او شپني عملیات باید د کره مالوماتو پر بنسټ ترسره شي،ترڅو د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې څخه مخنیوی وشي.
له نورو فصلونو سره د دغه جنګي فصل توپير د شپني او نورو ځانګړو عملیاتو زیاتوالی دی او د ملي دفاع وزارت هیله من دی چې د دغه بهیر په دوام سره به ترهګر له سختو بریدونو سره مخامخ او د دوی پټنځایونه به له منځه یوړلای شي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:«ځانګړې قطعې،کومانډ او زموږ هوايي قطعو پر هغوی فشارونه زیات کړی دي او ډېر پلانونه په لاس کې لرو چې له دوی سمه استفاده وشي ترڅو وکړای شو له کم ځواک او له کم وخت سره سترې دندې ترسره کړو.»
ملي دفاع وزارت د پلخمري په ډنډغوري سیمه کې د طالبانو د تش په نوم والي له منځه وړل په دې جنګي موسم کې د شپنیو عملیات پيل بولي.
که څه هم دغه ډول عملیات د ترهګرو په ځپلو کې اغېزمن بلل کېږي خو په دې عملیاتو کې د موخې په اړه د کره مالوماتو لرل د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره ارزښتمن بلل کېږي.
پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل ویلي:«کهچېرې په شپه کې مالومات کره وي دښمن ژر له منځه وړلای شو،خو دغه شپني عملیات یو لړ نیمګړتیاوې هم لري چې نورې کورنۍ ډېرې په تکلیف او ناراحته کېږي.»
د دې ترڅنګ په دافع هوايي رادار، جنګي او ښکاري الوتکو د هېواد د هوایي ځواک سمبالول اصلي غوښتنې دي.
د مشرانو جرګې غړی داوود کلکاني وویل:«چې د هوايي ځواک د تجهیز،تمویل او پیاوړتیا کې باید له موږ سره مرسته وکړي او همدارنګه له ترهګرۍ سره مبارزې په کار کې قاطعانه کړنه وشي.»
د ولسي جرګې بل غړي په ډاګه کړه:«ونه د یوې څانګې په پرې کېدو سره نه وچېږي،باید د ونې ولې له منځه ولاړې شي.»
د ملي دفاع وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان هوايي ځواکونو ۷ عملیات ترسره کړي او په تېرو ۵ میاشتو کې د شپې د عملیاتو په پایله کې د طالبانو پر ۵ زندانونو بریدونه شوي چې ۲۳۴ بندیان د طالبانو له دغو زندانونو خوشي شوي او په هلمند، بغلان، کندز او ننګرهار ولایتونو کې د طالبانو مهم پټنځایونه ویجاړ شوي دي.