Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځینې استازي:د کندز والي باید کوښه او قانوني چلند ورسره وشي

د ولسي جرګې یوشمېر استازي غواړي چې د کندز والي اسدالله عمرخېل له دندې څخه یې تبدیل او تر قانوني پلټنې لاندې ونیول شي.

د کندز والي ددغه ولایت له قومي مشرانو سره په کتنه کې وايي چې د وژل شویو طالبانو۵۰ تر ۶۰ کورنیو ته چې کندز ښار یې پرځولی وه او له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي وو، د شهید د کورنیو په نوم پیسې ورکړې دي.

د ولسي جرګې یو شمېرغړي د طالبانو کورنیو ته د پیسو ورکړه دولتي ځواکونو ته خیانت بولي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وايي:«له ولسمشر څخه غواړم چې ژر تر ژره د دې ترڅنګ چې دغه والي تبدیل کړي هغه د قانون منګولو ته هم وسپاري او د دښمن د ملاتړي په توګه هغه محاکمه کړي.»

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز هم وايي:«که‎چېرې زموږ د امنیتي ځواکونو پیسې کله چې شهیدېږي او کورنۍ یې په بد حالت کې ژوند کوي مخالفانو ته ورکول کېږي،دا د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.»

له بلخوا د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکه اداره په دې اړه د څیړنو د پيلولو خبره کوي.

د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف زاده وویل:«دا بحث چې ووایوو چې دغه پیسې طالبانو ته ورکړل شوې بحث دا دی چې د یوه وګړي حق باید بل وګړي ته ور نه کړل شي.»

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش بیا داسې وايي:«د والي صاحب د هغو خبرو څخه چې په هغه کلپ کې خپرې شوي هغه حادثه د بوز کندهاري وه چې په هغه کې کابو ۳۳ تنه زموږ هېوادوال شهید شوي وو او هغه په یو ډول د هغو کسانو خپلوان وو چې د نظام پرضد جګړه کوله او وژل شوي وو.»

په څه باندې یوې لسیزه کې کندز لومړنی ولایت دی چې د ملي یووالي حکومت پرمهال دوه ځله د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

 د دغه ښار له لومړی ځل پرځېدو وروسته ولسمشر غني کندز ته ولاړ او ژمنه یې وکړه چې په شپږو میاشتو کې به دا ولایت له ترهګرو څخه پاک شي او نوموړی ولایت به د ښې حکومتوالۍ له پلوه د نورو ولایتونو لپاره یوه بېلګه ولایت کړي، د دغو ژمنو د عملي کولو لپاره یې اسدالله عمرخېل د والي په توګه وګماره خو د کابو دوو کلونو په تېرېدو سره د ولسمشر دغه ژمنې نه دي عملي شوې.

شریک یي کړئ