Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ډاګلاس لوټ: امریکا افغانستان کې بندون ته رسېدلی دی

ناټو کې د امریکا متحده ایالاتونو پخوانی سفیر، داګلاس لوټ له اي‎بي‎سي نیوز رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې که د هېواد موخه یې په افغانستان بندون ته رسېدلي وي، نو واشنګټن خپلې موخې ته رسېدلي دی.

دی زیاتوي، د ده له نظره د افغانستان د امنیتي حالات په اړه واشنګټن نه یوازې دا چې له بندون سره مخامخ دی بلکې، دې هېواد سیمه کې هم له سیاسي بندون سره مخامخ دی.

ښاغلي لوټ وړاندې ویلي دي:«که زموږ موخه بندون وي، دې موخې ته رسېدلي یوو. په داسې حال کې چې موږ اوس هڅه کوو د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل کړو، موږ نه یوازې امنیتي بلکې له سیاسي بندون سره مخامخ یوو. موږ په کابل کې له سیاسي بندون سره مخامخ یوو.»

په همدې حال کې کابل کې د امریکې پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد چې ابي بي سي ټلویزون کې له داګلاس سره یوه بحث کې خبرې کولې ویلي یې دي، وروستیو اونیو کې د افغانستان د جګړې بندون د طالبانو لورې ته وه.

نوموړي وړاندې ويلي دي، طالبان د پرمختیا په حال کې دي، نو له همدې کبله به خبرو ته حاضر نشي، نو اړتیا ده چې پر دې ډلې نظامي فشار راوړل شي.

خلیل‎زاد څرګنده کړې ده:«دوی(طالبان) په میدان کې پرمختګ کوي. نو ولې د سولې خبرو اترو ته حاضر شي په داسې حال کې چې فکر کوي د جګړې بریا یې خپله کړې ده.»

ده د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ کړنلارې بدلون او پر پاکستان تمرکز ته په اشارې ویلي دي:«زما په آند دا د دې تګلارې مهم عامل دی. پاکستان د جګړې دوام لپاره ستونزه ده.»

پخواني سفیر زیاته کړې ده:«موږ د مرستو بندولو ځواک لرو. موږ د دې ځواک لرو چې د طالبانو ملاتړي کسان په تور نوملړ کې ځای کړو.»

خو لوټ ورسره همغږی نه وه:«زه په دې اړه باوري نه یم چې موږ به کافي ځواک ولرو تر څو پاکستان خپله کړنلاره بدله کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان، جنرال جان نیکلسون له طلوع‎نیوز سره په خبرو کې وویل چې امریکا پوهیږي دا چې د طالبانو مشرانو په پاکستان کې اوسیږي.

ده زیاته کړې وه چې دا ډله باید ودرول شي.

افغان او امریکايي چارواکو په وار وار پاکستان ترهګرو ته د پناه‎ په ورکړې تورن کړی دی، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
 
یو پخوانی امریکايي چارواکی وايي چې امریکا په افغانستان او سیمه کې له بندون سره مخامخ دی، وايي چې امریکا د امنیتی بندون ترڅنګ له سیاسي بندون سره هم مخامخ دی

شریک یي کړئ