ولسمشر اشرف غني د اندویزیا سفارت لپاره د یوې مېرمنې په اړه د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز رد کړی او پر ځای یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی وزیر فیض الله ذکي یې په اندونیزیا کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د یوه لیک پربنسټ د وري میاشتې په لسمه ولسمشر ته د منظورۍ لپاره په جاکارتا کې د سفیرې په توګه د اصیلې وردګ وړاندیز ولېږل شو خو ولسمشر دا وړاندیز ونه مانه او حکم یې وکړ چې فیض الله ذکي ته دې دا دندې وسپارل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه وايي:«ښاغلی فیض الله ذکي د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ سره په اندونیزیا کې د سفیر په توګه ګومارل شوی، ملي یووالي حکومت مېرمنو ته درناوی لري.»
د بهرنیو چارو وزارت د یوه بل لیک له مخې ماریا اختري چې دوولس کاله د کار تجربه لري په مسکو کې یې د افغانستان د مختار وزیرې په توګه د ګومارلو وړاندیز وشو خو ولسمشر دغې دندې ته د همایون محتاط ګومارل منظور کړي دي.
د ولسمشر دا کار د ځينو ښځو له نیوکو سره مخ شوی، دغه مېرمنې وايي چې له ښځو سره د ولسمشر چلند تر ډېره سلیقهيي او د اړیکو پر بنسټ دی.
د کابینې پخوانۍ وزیره فریده مومند په دې اړه څرګندوي:«دوی (ولسمشر) یوازې په سمبولیکه او ننداریزه توګه څو مېرمنې پر صحنې څرګندوي او په هغه ځای کې چې اړتیا ده د بېلګې په توګه په ډيپلوماسۍ کې، دوه مېرمنې ډپيلوماټې دي هغوی په بهرنیو چارو وزارت کې کار دی، کاري تجربه لري، تخصص لري دوی نه مني او دوه سړي د سلیقهيي چلند او د معاملو لپاره مثلاً د کمپیاین په خاطر معرفي کوي او دا په خپله د پوښتنې وړ ده.»
د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج هم وايي:«تراوسه هم ډېرې سیاسې لوبې دي چې په دې لړ کې روانې دي، لاهم د سړیو غوښتنې هر څه چې وي منل کېږي او لا هم دا ډول معاملې کېږي او هر څه د یوې افغانې ښځې د مقام پر بیه او امکاناتو پای مومي.»
ځینې سرچینې په حکومت په تېره بیا بهرنیو چارو وزارت کې په ګومارنو کې د ولسمشر د سیاسي چلند خبره کوي او وايي ولسمشر حکم کړی یو هراتی ځوان چې د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه ورځ د کار تجربه نه لري په سویډن کې د سفیر په توګه معرفي شي خو د سویډن حکومت د هغه له ګومارلو سره موافقه نه ده کړې.