له طالبانو سره په قطر کې د امریکايي مرکچیانو د مذاکراتو په دوام افغان حکومت هیله ښودلې چې دواړه لوري دې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.
له دې ډلې اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې نن (جمعه د سلواغې په ۱۸مه) کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله وايي افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني دی او ټینګار کوي چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی، د امریکې او طالبانو ترمنځ هکړه به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته به لار پرانیزي.
هغه په دې اړه وویل:«د افغانستان خلکو د سولې ټینګښت له هر ګامه هرکلی کړی او کوي یې. ځکه چې موږ په خپل هېواد کې د جګړې رنځ له څه باندې څلوېښتو کلونو راهیسې زغملی دی او خلک دا اړتیا لري او سولې ته د لومړیتوب په سترګه ګوري.»
په سولې چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم څرګندوي:«تمه ده چې طالب ډلې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو غښتلې اراده درک کړې وي او خپل عملي هوډ څرګند کړي څو د دواړو لورو د وینې تویول ودرول شي او سولې ته ورسېږو.»
ورته مهال طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې، د تاوتریخوالي د مودې د غځولو لپاره د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرو، تر اوسه پایله نه ده ورکړې.
د طالبانو د حکومت پر مهال لوی څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«مذاکرات په غیر رسمي توګه روانې دي او له افغانستانه د بهرنیو ځاکونو د وتلو او په دوامداره توګه د تاوتریخوالي د کمښت د منلو پر سر چنې روانې دي.»
له دې سره سم، پاکستان په دې باور دی چې، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدل، د افغانانو تر منځ خبرو ته موکه برابره کړي او سولې ته به افغانستان یو ګام نږدې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي څرګندوي:«پاکستان د افغانستان سولې بهیر کې پرمختګونه له نږدې څاري او باور لري چې، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدل په سولې خبرو کې یو ښه پرمختګ دی او اسلام اباد هیله من دی چې، د سولې خبرې ډېر ژر یوې منطقي پایلې ته ورسېږي او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو موکه برابره کړي.»
ولسمشر غني د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو لپاره پر اوربند ولاړ دی؛ خو اجراییه رییس د سولې خبرو کې د شرط پر لیرې کولو ټینګار کوي.
له بل لوري امریکايي چارواکي هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو ته هیله من دي او وايي چې، په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت کولی شي د خبرو لاره پرانیزي او د افغانانو تر منځ په خبرو کې، کېدی شي پر اوربند هم خبرې وشي.