د هېواد د پېژندل شوي شاعر او لیکوال اسدالله ولوالجي مېرمن او لور د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د یوې چاودنې په پایله کې وژل شوي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې دغه پېښه، تېره ورځ له غرمې وروسته (جمعه د غبرګولي په ۳۰مه) د پغمان ولسوالۍ په عینو سیمه کې هغه مهال رامنځه شوه چې په لنډګروزر ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.
په دغې پېښه شپږ تنه نور چې څلور تنه یې د اسدالله ولوالجي د کورنۍ غړي دي، ټپيان شوي دي.
تراوسه د دغې پېښې مسوول چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دغې چاودنې په خواله رسنیو کې ډېر غبرګونونه رامنځته کړل. د ټولنیزو رسنیو کارونکي امنیتي بنسټونه د داراز پېښو په مخنيوي کې په ناتوانۍ تورن وي.
په دې اړه مو اندونه