Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د روغتیايي توکو د تولید لومړنۍ کارخونه پرانیستل شوه

له کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه او د روغتیايي کارکوونکو د خوندیتابه لپاره د روغتیايي توکو لومړنۍ کار خونه کابل کې پرانیستل شوه.

د عامې روغتیا وزیر وایي له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره څه د پاسه یو مېلیون د خوندیتوب بستو ته اړتیا ده چې دغه کارخونه به یې په راتلوونکې یوه اوونۍ کې برابرې کړي.

فیروز الدین فیروز وايي:«له ټولو امکاناتو استفاده وکړو او خپل روغتیايي کارکوونکي خوندي کړو چې لږ تر لږه لس سلنه مړینه او اخته کېدل راکم کړو، زموږ د محاسبې پربنسټ موږ یو مېلیون کېټ یا محافظتي بستو ته اړتیا لرو.»

د سپیډ هولوګرام کارخونې مسوول الله محمد کاکړ هم په دې اړه وايي:«د یوې میاشتې لپاره موږ مکلف یوو چې د یوې میاشتې په اوږدو کې دغه بستې د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړو.»

دغې کارخونې د ښځو په ګډون د کابو زرو تنو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.

د فابریکې کارکوونکې ګیتا وايي:«د دې لپاره چې زموږ هېواد په یوه کړکېچن وضعیت کې دی هم له ځان سره مرسته کوو او هم له خپل هېواد سره.»

د فابریکې بله کارکوونکې نصیره هم زیاتوي:«په بازار کې بیې راټیټې شي او خلک وکړای شي له ماسک څخه استفاده وکړي او همدارنګه له خوندي بستو څخه له کورونا ویروس د خوندیتوب په خاطر.»

بلخوا د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په کابل کې اتلس، په کندهار کې ۱۵، په بلخ کې شپږ، په غزني کې څلور، په هرات کې څلور او په ننګرهار کې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو بیلګو شمېر ۷۱۴ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي:«په افغانستان کې د کورونا وضعیت څه دی؟ پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي له شک پرته، ښايي کړکېچونه، ستونزې او ننګونې په مخ کې ولرو او هغه ته باید چمتووالی ونیسو.»

له دې سره په یو وخت په سروبي ولسوالۍ کې وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د ولسي جرګې پخوانی غړی قیس حسن څرګندوي:«هغه شمېرې چې سروبي یې لري، ټول افغانستان یې نه لري موږ ۳۱ مړه لرو او په دغو مړو کې د پولیسو څو افسران او ډاکټران هم شامل دي.»

تراوسه په هېواد کې د کورونا ویروس له امله ۲۳ تنه مړه او کابو ۴۰ نور روغ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه